افغانستان

بلخ کې د بیسکویټو کارخونې  فعالیت پیل کړ

د بلخ ځایي چارواکي وایي چې په دې ولایت کې د خشک تاک کارخونې پر فعالیت پیل کړی دی. ددې کارخونې ټولټال ارزښت ۲۰ میلیونه او ۴۲۰ زره افغانۍ دی.

د دې  کارخونې مسوول انجنیر احمد رشاد ویلي اوسمهال په دغه خونه کې په ورځني ډول ۵ ټنه بیسکویټ تولیدیږي.

د ښاغلي رشاد په قول په دغه کارخونه کې ۱۰۵ ښځینه او ۳۰ نارینه پر کار بوخت دي.

د بلخ ولایت د مقام د دفتر رییس مولوي سلطان محمد سعید د خشک تاک تولیدي کارخونې فعالیت ستایلی دی. نوموړي ویلي: دا د ټولو هېوادوالو لپاره د ویاړ ځای دی، چی د خشک تاک تولیدي کارخونې تولیدات د هېواد بېلابېلو برخو ته
رسیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *