افغانستانراپورونه

مس عینک ته د برېښنا پر غځولو ټینګار وشو

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د چین له جاو شینګ سره وکتل او د اوبو او انرژۍ په برخه کې یې د پروژو د پلي کولو لپاره د ګډو همکاریو په هکله خبرې اترې وکړې. په دغه غونډه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ غوره اقتصادي او سوداګریزو اړیکو ته په اشارې سره، د ګډو همکاریو د پراختیا په ځانګړې توګه په لوګر کې د مس عینک پروژې د اړتیا وړ برېښنا د چمتو کولو لپاره په کاپیسا کې د باغدرې برېښنا بند او د سروبي 2 برېښنا بند په پروژو کې د پانګونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه. د اوبو او انرژۍ وزیر د مس عینک پروژې د اړتیا وړ برېښنا د چمتو کولو په برخه کې د نوموړو پروژو پلي کول اړین وګڼل او ډاډ یې ورکړ، چې د اوبو او انرژۍ وزارت د دغو پروژو د پلي کولو لپاره اړین چمتووالی لري. ښاغلي
منصور د عملي کارونو د پیل په موخه د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه، چې که چینایي شرکتونه د نوموړو پروژو په پلي کولو کې اړین جدیت او هوډ وښیي دغه وزارت به په راتلونکي کې له چینایي شرکتونو سره د پانګونې لپاره د لازیاتو پروژو تړونونه لاسلیک کړي. په ورته مهال، د چین سفیر هم د یادو پروژو د پلي کولو په برخه کې د وزارت رهبري مقام ته د همکاري ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې چینایي شرکتونه به پر نوموړو پروژو باندې د پانګونې لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *