افغانستان

مولوي عبدالکبیر: اوسني نظام کې هېڅوک د پردیتوب احساس نه کوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جامعة ریاض العلوم نوې تعلیمي دورې په پرانیست غونډه کې ویلي، ټول افغانان په نظام او هېواد کې شریکان دي او هیڅوک د پردیتوب احساس نه کوي. مولوي عبدالکبیر ویلي، دا مهال په هېواد کې د عصري او دیني علومو ترمنځ واټن له منځه تللی او اسلامي امارت د دیني او عصري علومو ملاتړی دی. ښاغلي عبدالکبیر زیاته کړې، په هېواد کې اسلامي نظام په بشپړه توګه حاکم شوی، زورواکي او د قدرت جزیرې له منځه تللې دي. نوموړي له افغانانو غوښتي، چې په ګډه دې د هیواد په ابادۍ او ښېرازۍ کې برخه واخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *