افغانستان

بلخ کې د کورنیو تولیداتو پنځه ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د بلخ د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د «بلخ زيبا» تر نوم لاندې د «شهروند مسوول» موسسې په ګډه هکارۍ د کورنیو تولیداتو پنځه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
د دغه نندارتون د پرانیستلو پرمهال د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ خونې رییس امام الدین سنایي زاده د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا په موخه له ولايتي ادارې وغوښتل، چې بلخ کې د کارخونو د برېښنا لګښتونه راکم کړي.
سنایي زاده د دغه نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو پياوړتيا یاده کړه او له ټولو خلکو یې وغوښتل، چې د کورنیو تولیداتو د پياوړتيا په موخه له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي.
ورته مهال د بلخ د برېښنا حوزې رييس مولوي سردارولي حمزه د دغه نندارتون پرانیستلو خوښي وښوده او صنعت کارانو ته یې د برېښنا برخه کې د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
په همدې حال کې د شهروند مسوول موسسې رییس ثمرالدین اشرف زاده وویل، چې دغه نندارتون یې کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا او بازارموندنې په موخه جوړ کړی، چې په ٧٠ غرفو کې بېلابېل کورني تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا په موخه دغه دوهم نندارتون دی، چې پرانیستل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *