افغانستاناقتصاد او رغونه

ستندرد ملي ادارې د نفتي توکو ۴۰۰ زېرمې تړلې دي

د ستندرد ملي ادارې ویلي چې د ټول هېواد په بازارونو کې د بې کیفیته ګاز او تېلو د پیر او پلور د مخنیوي لپاره د ګازو پمپ سټېشنونه او تېل زیرمو د څارنې بهیر پیل شوی دی. د دې ادارې د معلوماتو له مخې، تر دې دمه په ټول هېواد کې له ۱۰۰۰ډېر پمپ سټېشنونه او زیرمې کتل شوي، چې له ۴۰۰ ډېر پمپ سټېشنونه او تېل زیرمې تړل شوې دي. د ستندرد ملي اداره له ټولو سوداګرو غواړي، چې د بې کیفیته توکو له تولید، عرضې او واردولو څخه ډډه وکړي. دې ادارې زیاته کړې، چې د تېلو د کیفیت په اړه لابراتواري ازموینې ترسره او د غیر معیاري تېلو واردولو ته څوک نه‌پرېښودل کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *