ټولنه اوکلتور

بهرته د افغاني غالیو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

افغانستان اوسمهال بهرنيو هېوادونو ته په ډیره پيمانه صادرات لري، له نېکه مرغه پــه وروســتيو څلــورو مياشــتو کــې د غاليــو پـه صادراتـو کې ۳۰ سـلنه زياتوالــی راغلی دی. د ځينو رپوټونو په حواله د روان کال لــه وري تــر چنــګاښ مياشــتې پــورې د څــه بانــدې ۷ ميليونــه ډالــرو پــه ارزښــت غالــۍ، ترکيــې، امريــکا، متحــده عــربي اماراتــو، اېټاليــا او ازبيکســتان تــه صــادرې شــوې دي.له هیواده بهر د غالیو په صادراتو کې د زیاتوالي خبر د قدر وړ دی، پاک الله«ج» دې افغانانو ته نور هم دا توفیق ورکړي چې افغانستان په مختلفو برخو کې د تولیداتو وړتیا پیداکړي.
افغاني غالۍ چې په نړۍ کې ساری نه لري او د غالۍ اوبدلو صنعت يې ډیره اوږده مخینه لري، چې اوس هم په نړیوالو بازارونو کې افغاني غالۍ ښه نوم او مارکیټ لري، چې په دې اړه د اسلامي امارت اړوند مسوولینو دغاليو د توليد زياتــوالي او د نــړۍ په کچه د غاليــو د بيې او ارزښــت د لوړوالي خبر ورکړی،چې پــه افغانســتان کې جوړې شــوې غالــۍ د نړۍ مختلفــو هيوادونو ته صادرېږي،ځکه زموږ غالۍ په نړۍ کې ساری نه لري او ګڼ شمېر بهرنیان يې د کيفيت له پلوه ډېرې خوښوي.داچې افغاني غاليو اوس نړيوال شهرت پیدا کړی، نو اړینه ده چې د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د چارواکو ترڅنګ ګڼ شمېر خیریه موسسې او بنسټونه د هیواد د غالۍ اوبدونکو د ستونزو د حل لپاره لازمې مرستې وکړي، ترڅو په دې برخه کې دوی ته په ښه توګه آسانتیاوې برابرې شي یعنې نوي د غالۍ اوبدلو تخنیکي وسایل د دوی په واک کې ورکړي او دوی په دې وتوانېږي چې دغه ښکلی صنعت لا هم په ښکلو ښکلو ډیزاینونو او نویو بڼو خپلو کورنیو او بهرنیو مینه والو ته وړاندې
کړي.
بناءً پاک الله(ج) دې وکړي چې د اسلامي امارت اړونده مراجع د هېواد د غالۍ اوبدونکو د نوموړي صنعت د ودې او پراختیا په برخه کې سربېره پردې چې خپلې هېڅ راز مرستې ونه سپموي، بلکې د نورو خیریه موسسو، بنسټونو او په ټوله کې د قدرمنو پانګوالو هر اړخیزې پانګونې او همکاري هم راجلب کړي ترڅو په مرسته یې د تل لپاره زموږ د هیواد دغه ښکلی صنعت په نړیواله کچه په مختلفو نندارتونونو کې لومړی مقام ولري او په دې توګه له دې پلوه هم زموږ د هیوادوالو اقتصاد وده او پرمختګ وکړي او ورځ تر بلې لا هم غښتلی او پیاوړی
شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button