نثرونه

طنز: چالاک قاتل

بسترې ته روانې۸۱کلنې مېرمنې خپل۸۳کلن خاوند ته وویل: اورې!؟ ما چې له کړکۍ بهر وکتل؛ نو د انګړ څراغ مې روښانه ولید، ته یې بندولی شې؟
خاوند په ډېر مشکل له بسترې را پورته شو. دروازه یې چې پرانیسته ګوري، چې انګړ کې څو تنه د ګاراج (د موټر درونې ځای) دروازې پسې نښتي او غواړي قلف یې مات کړي.
سړي ژر د پولیسو ماموریت ته زنګ وواهه:
ــ زما ادرس ولیکئ! موږ په ټول کور کې يوازې دوه زاړه ښځه او خاوند پاتې یو او ۵ غله مو کور ته راغلي. ژر د پولیسو ډله را ولېږئ.
دوهم لور ته د پولیسو مشر وویل: موږ ستاسې ادرس ولیکه، بې غمه اوسئ، اوس کوم پولیس فارغ نه دی؛ خو څنګه مې چې کومې ډلې سره اړیکه ونیوله در به شي.
سړی ناهیلی خونې ته ستون شو؛ له لنډ سوچ وروسته یې پولیسو ته بیا زنګ وواهه:
ــ اورې صاحبه!؟ اوس د چا رالېږلو ته اړتیا نشته، ما د ۵ واړو غلو سینې په مرمیو غلبېل کړې.
د پولیسو د مشر له لاسه تلیفون وغورځېده، په ټول ماموریت کې شور ماشور شو. ۵ دقیقو کې د پولیسو دوه ایمبولنسونه، درې ډاکټران او څو پولیس په کوڅه کې را ننوتل. ژر یې غله ونیول او بیا په غوسه غوسه د بوډا سړي کوټې ته ورننوتل. د پولیسو مشر ورته وویل: تا خو وویل چې ۵ واړه مې ووژل.
بوډا وخندل: مګر تاسې خو هم وویل چې هیڅ پولیس اوزګار نه دی.

ژباړه: عابد الله سمسور

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close