نثرونه

د مظلوم ښېرا

عبد الله بن عباس رضي الله عنها وایي: کله چې رسول الله ﷺ معاذ یمن ته ولېږه، ورته ویې فرمایل: د مظلوم له ښېرا ځان ساته، ځکه د مظلوم د ښېرا او الله تر منځ پرده نشته. ‏عن ابن عباس رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم بعث معاذاً إلى اليمن فقال: اتق ‎دعوة المظلوم، فإنها ليس بينها وبين الله حجاب. رواه البخاري(٢٤٤٨)ومسلم(١٩).
د مظلوم د ښېرا او الله تر منځ پرده نشته. یعنې سمدلاسه یې قبلوي، نورو روایاتو کې راغلي چې مظلوم ان که فاسق او فاجر هم وي الله تعالی یې ښېرا قبلوي ! بله مهمه خبره دا ده چې مظلومان د واکمنو په دروازو کې زیات پیدا کېږي ، ځکه رسول الله ﷺ د یمن نوي ټاکل شوي والي ته توصیه کوي چې د مظلوم له ښېرا ځان ساته. بناءً هر مسؤل دې په پوره جدیت او توجه سره له هغه تېز غشي (د مظلوم ښېرا) نه ځان ساتي چې هدف ته رسوونکی یې الله تعالی دی!

حامد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close