شعرونه

په آذان د مدينـــې

بختور تر بختـــــــورومه څوورځې
کليوال د پيغمـــــبر ومه څو ورځې
زمازړه يو بې اغزيه سورګلاب ؤ
زه نه زخم نه خنجر ومه څوورځې
له کوثراوله زمزم ســـــره پخـــــلاوم
بس له تندې مرور ومه څــــــو ورځې
په آذان د مدينـــې مې زړه روښـــــان ؤ
زه له ستـــورو نه هم بر ومه څو ورځې
د دنيــــــا له پاچــــاهانوبــــې پروا وم
يو فقــــير او قلنـــــــدرومه څوورځې
دخپل ژوندپه وچه للمه کې روان وم
په څــــــپووم سمنـــــدرومه څوروځې
مادښمن په غشو،نه په ګلاب ويشتو
د خوږې مينې سنګر ومه څوورځې
له تيارو نه په کاروان کې وم راوتی
لاروی د ښکلي لمر ومه څو ورځې

پیرمحمدکاروان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button