تاریخ او جغرافیه

د آزادۍ او غلامۍ کیسه !

د لوی هند د اشغال پر مهال د پرنګیانو له اصولو سره سم به چې کوم انګرېز هند کې ماموریت تر سره کړی و هغه ته به په برتاینه کې ملکي وظیفه نه ورکول کېده! دلیل یې دا و چې دې مامور په هند کې پر غلام قوم حکومت کړی او خپل وطن ته راغلی دی! چې په هغه سره د ده په رویه او حالت کې بدلون راغلی، نو برتانیه کې که هغه ته کومه دنده ورکړل شي ؛ نو هغه به د انګرېز قوم له ازادو وګړو سره هم ورته چلند کوي.
د انګرېزانو د دې اصل په رڼا کې دا لاندې کیسه ولولئ، په هند او پاکستان کې د یوه پرنګي افسر مېرمنې د خپلو یادښتونو په اړه یو په زړه پورې کتاب لیکلی دی، دا یې هند کې د خپل مېړه د افسري د مهال یادښتونو دي، چې د هند په مختلفو سیمو کې یې دندې ترسره کړې دي.
دا انګرېزه مېرمن لیکي: یو وخت چې زما مېړه یوه ولسوالۍ کې مرستیال ولسوال و، هغه مهال زما زوی څلور کلن او لور مې یوه کلنه وه، هلته موږ په څو جرېبه ښایسته او پراخ کور کې اوسېدو، هلته زموږ د ساتنې او خدمت لپاره څو سوه کسان په کار بوخت وو، هره وخت به مېلمستیاوې وې، د ښکار پروګرامونه به وو، د هغه ځای سترو پانګه والو او ځمکه والو موږ ته مېلمستیا د ځان لپاره فخر او ویاړ باله او هر چا ته به چې موږ ورغلو دا به هغوی د ځان لپاره عزت باله، لنډه دا چې زموږ دومره عزت او درنښت کېده چې برتانیه کې به د ملکې هم نه کېږي.
کله به مو چې چرته سفر کاوه زموږ لپاره به د رېل ګاډي یوه مکمله او ښایسته ډبه ځانګړې شوې وه، کله به چې موږ رېل کې سپاره شوو، نو سپینې جامې پر تن د رېل ډریور به موږ ته راغی، دوه لاسې سلامي به یې وکړه او د سفر پیلولو اجازه به یې وغوښتله! او موږ به چې اجازه ورکړه رېل ګاډی به یې روان کړ.
یو ځل داسې وشول چې موږ د سفر لپاره په رېل ګاډي کې ناست وو، نو له معمول سره سم د رېل ډریور د اجازې غوښتلو لپاره زموږ ډبې ته راغی، چې ما د اجازت ورکولو ورته ویل؛ زما ماشوم زوی چې په څه شي غوسه شوی و، ورته وویل: اجازت نشته! ډریور خوله جینګه او زیاته یې کړه: کوچنی صاحب چې څه امر کوي هماغسې به کوو.
څه وخت وروسته د رېل ګاډي د تمځای مشر او ټوله عمله راغله، هغوی ټولو زما څلور کلن زوی ته زارۍ پيل کړې، خو زما زوی تیار نه و چې اجازه ورکړي! وروسته ما په ډېر تکلیف او زحمت سره هغه سره د بیسکوټونو او نورې وعدې وکړې او هغه راضي شو او په دې سره مو سفر پیل کړ.
هند کې د پرنګي افسر زیاتوي او مخته لیکي: څو میاشتې وروسته زه د سمندر له لارې د خپلوانو لیدلو لپاره برتانیه ته راغلم، زموږ کور وېلز کې و، چې هلته به موږ په رېل ګاډي کې تلو، لور او زوی مې تمځای کې پر یوه لرګینه چوکۍ کېنول، زه د ټیکټ راخیستلو لپاره په اوږده کتار کې ودرېدلم! چې راغلم د زوی تبیت مې ډېر خراب و،
کله چې رېل ګاډي ته ننوتلو د لویې او ښایسته ځانګړې ډبې پر ځای د لومړۍ درجې چوکیو ته ودرېدلو! په دې سره مې د نازولي زوی شونډې وځړېدلې! او بړوس غوندې کېناست! کله چې رېل ګاډي شپېلۍ ووهله او روان شو؛ زوی مې پړینګ په ژړا او ان چیغې یې پيل کړې! او په قهر جنه لهجه یې وویل: دې بدمرغه ډرېور ولې زموږ له اجازې پرته رېل روان کړ، زه به مې پلار ته وایم چې دا ډریور ښه وډبوي!
پرنګۍ مېرمن زیاتوي: زما لپاره سخته وه چې خپل زوی پوه کړم چې دا ستا د پلار مستعمره هېواد نه دی؛ بلکې دا یو ازاد هېواد دی! دلته ستا د پلار په څېر دریمه درجه افسران څه چې ان لومړی وزیر او پاچاه هم عامو خلکو ته په کږه سترګه نه شي کتلای، د دولت په نیشه کې د چا بې عزتي او سپکاوی خو لا غټه خبره ده.
یوه سعودي ځوان زموږ سره کار کاوه، یو مشر پولیس افسر د دکان مخته ودرېد، د دکان بنګالي مزدور ته یې غږ کړ، ویل فلان او فلان سامان راواخله، سعودي ځوان بنګالي ته وویل: مه ورځه! دکان کې د ننه خپل کار کوه، پولیس افسر ته یې وویل: وروره! له موټره راکوز شه، په خپله دکان ته ورشه او د خلکو په رقم سودا درواخله، د بنګالي مزدور دنده دکان کې د ننه ده، نه بهر، پولیس افسر په عادي توګه سودا ور واخیستله او روان شو.
د سعودي ځوان دا خبره لکه د خلافـــت راشده د پير د دې جملې (لست بخیرکم/زه ستاسو نه غوره نه یم) تسلسل او لړۍ یې، مسلمان واکمن به تش په خوله ځان د ولس واکمن نه ګڼي ، بلکې عملاً او اخلاقاً به ځان د عامو وګړو په څېر ګڼي او هېڅکله به د سلطې او زور له امله آن د چا سپکاوی هم نه کوي.
ولس او رعایاؤ ته د درنښت او هغوی ته د احترام نبوي لاره زموږ مخکې پرته ده، یوه غزا کې له رسول الله (ص) نه په خطایۍ کې د غشي په څوکه یو صحابي خوږ شو، نو هغه ته یې ځان وړاندې کړ چې غچ رانه واخله! (ابن هشام، السيرة النبوية 1/626).
داراز حبیب بن صهبان وایي: عمر بن الخطاب رضي الله عنه نه مې واورېدل چې ویل یې: د مسلمانانو ملاوې د الله ممنوعه ځایونه دي ، له حد پرته هېڅوک څه ورته ویلی نه شي. (مصنف عبد الرزاق الصنعاني، 9/464). یعنې له شرعي حدودو او سزاګانو پرته کوم مسلمان پر ملا یا بل ځای وهل الله منع کړي.

له دې کیسو او خبرو مې موخه دا ده چې ازادۍ په معلومو ورځو کې په جشنونو، شعارونو او شعرونو سره نه تعریفېږي، ازادي د هغه ولس نصیب ده چې واکمن یې خپل ولس سره پر نبوي لاره روان یاست او د راشده خلافت چلند ورسره کوي. بناءً په دې کرښو کې پرتو پندونو او عبرتونو ته دې ټول واکمن متوجه وي، چې په دې کې یې لومړی د دنیا او بیا د اخرت ګټې او نېکمرغۍ
نغښتې دي.

حامد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button