افغانستان
د انقرې-کابل ترمنځ الوتنې پیلېږي
ترکي رسنۍ وایي چې د انقرې-کابل ترمنځ تر درې کلن ځنډ وروسته الوتنې پیلېږي.
دغه شرکت پر خپله وېبپاڼه له استانبوله کابل ته د لومړنۍ الوتنې نېټه نږدې ۲۰ ورځې وروسته یعنې د غبرګولي پر لومړۍ نېټه یاده کړې ده.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویلي چې دوی د دغو الوتکو ورتګ ته چمتوالی لري او په وینا یې اونۍ کې به څلور ځله تګ راتګ کوي. تر دې وړاندې امارات متحده ایالاتو، ایران او د نورو هېوادونو شرکت هم د مستقیمو الوتنو بیا پیل ته چمتووالی ښودلی و.