افغانستان

د غوري سمنټو د تولیداتو کچه لوړېږي

د بغلان ولایت د غوري سمنټو فابریکې مسوولینو ویلي، چې په ۱۴۰۲ کال کې ۱۵۰ زره ټنه غوري سمنټ تولید شوي او هڅه کوي، چې سږ کال یې د تولید کچه تر۱۸۰ زره ټنو پورې ورسوي. د یادې فابریکېد بسته بندۍ څانګې مدیر محمد طاهر وايي، د تولیدي وړتیاوو لوړولو لپاره یې هڅې روانې دي، چې له لوړېدو سره  به یې هره ورځ ۱۰۰۰ بورۍ سمنټ تولید شي. نوموړی وایي، زمونږ څلور داشونه فعال دي او په ۲۴ ساعتونو کې نږدې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ ټنو سیمنټ تولیدوو. د نوموړي په خبره په دې فابریکه کې ۷۵۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button