افغانستان

د هرات-غور لویې لارې د رغونې چارې پیل شوې

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، هرات ته د سفر په ترڅ کې د هرات – غور سړک د جوړولو د چارو پرانیسته وکړه. ملاعبدالغني برادر اخوند په همدې موخه جوړو شویو مراسمو ته ویلي، د ټرانسپورټ سکټور د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لري او اسلامي امارت همدې اهمیت ته په کتو یاد سکټور یو له لومړیتوبونو بولي. ښاغلي برادر اخوند ویلي، د اسلامي امارت په راتګ د لویو لارو د بیارغونې کارونه پیل شوي، چې دغه سړک یې یو له مهمو، ملي او لویو پروژو څخه دی. د هرات – غور سړک په دریو پړاونو کې جوړېږي، چې تېر کال یې لومړۍ برخه د ۲۵ کیلومټره په اوږدوالي سره پیل شوې وه. دغه ۳۸۰ کیلو متره اوږد سړک د غور د یوه کان په بدل کې رغول کېږي. د هرات – غور سړک د افغانستان له مهمو ملي پروژو څخه دی، چې هرات، غور، بامیان، دایکندي او میدان وردګ ولایتونه له کابل سره نښلوي، چې د سوداګرۍ د پراختیا او سیمه ییز ټرانزیټ په برخه کې به مهم رول ولوبوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button