سرمقالې

د هوساینې لپاره عملي ګامونه پورته کېږي

منل شوی حقیقت دی چې د هر واکمن نظام له بدلون سره یو لړ ستونزې موجودي وي ځکه واک ته د رسېدونکو واکمنانو په دریځو نو، کړو وړو او موخو کې توپیر موجود وي همدا وجه ده چې هر واکمن خلکو ته د خدمت کولو لپاره ځانته ځانګړنې غوره کوي او د هغو لارو په لټون بوخت وي،چې د هېوادوالو د هوساینې لپاره اړین وي. اسلامي امارت د یوې خونړۍ او تپل شوې جګړې را وروسته چې د اشغالګرو د ماتې او تېښتې لامل وګرځېده اسلامي امارت ته نه تنها ډول ډول ستونزې را پرېښودې بلکې هڅه یې وکړه چې د اسلامي امارت لپاره هغه غیرې مسؤلې وسله والې ډلې بیا په وسلو سمبال کړي،کومې چې د افغانانو له کرکې سره مخ شوې اشغالګرو چې د اسلامي امارت په وړاندې هره دسیسه او طوطییه ناکامه ولیده،نو د اقتصادي بندیزونو په اوږد مهاله کولو سره یې ناوړه تبلیغاتي پلمه ییزې هڅې پیل کړې،تر څو د راپاتې شویو ستونزو د رغاونې پر وړاندې خنډونو ته لمن ووهي. خو اسلامي امارت چې د شل کلنې جګړی تر څنګ د غلیم هرې دسیسی ته مناسب ځواب ویلی، اوس هم د اشغالګرو د ناوړه چلند په مقابل کې مناسب ځواب ورکوي او په زړورتیا سره د هغو ستونزو د رغاونې لپاره ګام پورته کوي چې د هېوادوالو د هوساینې پر وړاندې خڼډ ګرځي. همدا اوس اسلامي امارت په ډېره لږه موده کې د چارو د سمون لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او له خلکو سره د مسؤلینو په لیدو کتو کې د هغو ستونزو د رغاونې لپاره لاره لټول کېږي،چې د هېوادوالو د اندېښنو وړ دي. هېوادوال باید ومني چې اشغالګر او د هغوی ګوډاګیان چې په جګړه کې یې خپلې ګټې لټولي په قرار نه دي ناست، بلکې هڅه کوي چې د اسلامي امارت پر وړاندې د نړیوالو ذهن ګډوډ کړي ترڅو د خپلو بادارانو په وسیله د اسلامي امارت د دیپلوماتیکو اړیکو د رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره منفي تبلیغات په لاره واچوي او په افغانستان کې اوسنی سوله ییزه فضا یو ځل بیا له نا امنیو سره مخامخ کړي. خو مافیایي کړۍ چې په خلکو کې ځای نه لري د هرې ورځې په تیرېدو سره د دوی جنایتونه راسپړل کېږي او هیوادوال یې د اسلامي امارت څخه د محاکمې غوښتنه کوي ځکه په بهر کې ميشتې دسیسه جوړوونکې کړۍ چې د هېواد په ملي شتمنیو يې خېټې پړسولې پرته له دې چې د اسلامي امارت د ورورګلویزې غېږې ګټه پورته کړي بیا هم په دسیسو بوخت دي چې هېڅ وخت به د اسلامي امارت په شتون کې برلاسي نه شي او ډېر ژر به د خپلو ناوړه اعمالو په سزا ورسېږي ځکه د هېواد اصیل بچیان چې د اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګیانو په مقابل کې یې خپل سرونه نذرانه کړي هېڅ وخت به هغه څوک پرې نږدي چې هېواد یو ځل بیا د اشغالګرو په واک کې ورکړي اوس افغانانو د اسلامي امارت د مېړنیو مجاهدینو په وسیله د آزادۍ او خپلواکۍ د ترلاسه کولو له امله امنیت تامین کړی،چې له امله یې هېوادوال د هېواد په ګوټ ګوټ کې د هوساینې ژوند پرمخ وړي او د خپل اسلامي امارت څخه د سر په بدله دفاع کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button