افغانستان

بهرنیو چارو وزیر د کابل-اسلام آباد د وروستیو پرمختګونو راپور واورېد

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د وروستیو پرمختګونو په اړه په پاکستان کې د افغانستان د سفارت سرپرست راپور واورېد
په دغه لیدنه کې په پاکستان کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي سردار احمد شکیب د پاکستان له چارواکو سره د خپلو وروستیو ناستو او لیدنو راپور د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي صاحب سره شریک کړاو د افغانستان او پاکستان د وروستیو پرمختګونو په اړه یې هراړخیز بحثونه وکړل. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د راپور له اورېدو وروسته په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت سرپرست ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنځته شوې وضعیت او اړیکو په اړه اړینې سپارښتنې وکړې.
د یادونې وړ ده چې پر افغان خاوره د پاکستان تر تېري وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې پیکه شوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button