افغانستان

بهرنیو چارو وزارت: د داعش استخـباراتي ډلې موخه د اســلام بـــدنامــول دي

بهرنیو چارو وزارت په مسکو ښار کې وروستی برید چې داعش یې مسوولیت پر غاړه اخیستی، په کلکو ټکو غندلی او دغه برید یې د ټولو انساني اصولو خلاف بللی دی.
د بهرنیو چارو ویاند عبدالقهار بلخي په یوه بیانیه کې چې پرون سهار خپره شوې، دا برید تروریستي او ناوړه بللی دی.
ښاغلي بلخي زیاته کړه، دې برید په ډاګه وښوده چې داعش د استخباراتي کړیو په لاس کې یوه ډله ده چې موخه یې د اسلام بدنامول دي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سیمې هېوادونه باید په دې ډول پېښو کې خپله همغږي لا زیاته، پرېکنده غبرګون او دریځ له ځانه سرهولري.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا ډول پېښې د سیمې د بې ثباته کولو په موخه ترسره کېږي.
باید وویل شي، چې مسکو ته څېرمه په یوه کنسرت د وسله والو بریدګرو د برید په پایله کې تر سلو تنو ډېر ووژل شول او تر لسګونو ډېر نور ټپیان شوي دي.
ددې برید پړه داعش منلې ده. بلخوا روسي چارواکو رویټرز ته ویلي چې ددې برید په تړاو یې څلور تنه نیولي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *