افغانستان
ترکمن پلاوی د سوداګریزو تړونونو د لاسلیک په موخه هرات ته تللی
د سوداګرو او صنعتکارانو ټولنې د رئیس نوکر قلي اناقلي اف په مشرۍ یوه لوړ پوړي سوداګریز پلاوي هرات ته سفر کړی دی.
د هرات د صنعت او سوداګرۍ رئیس مولوي بشیر محمد سیرت باختر آژانس سره د خبرو پرمهال ویلي چې دغه پلاوی د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، ، د افغانستان له سوداګریزو سیمو څخه د لیدنې، له افغانستان څخه ترکمنستان ته د ساختماني موادو په خاص ډول د مرمرو ډبرو د صادراتو په پار هرات ته تللی دی. بل پلو، د هرات د صنايعو او کانونو د خونې رييس حميدالله خادم ویلي چې دغه پلاوی به له افغان لوري سره د مرمرو ډبرو د صادراتو اړوند یو تړون هم لاسلیک کړي. دا سفر په داسې حال کې کېږي چې تېر کال په وري میاشت کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې دغه هېواد ته د افغانستان د صادراتو دروازه پرانیسته او هلته یې د افغانستان د صنایعو یو نندارتون جوړ کړ.