سرمقالې

د بیان ازادي او امریکايي دیموکراسي!!

که څه هم د تېرو اوو میاشتو په جریان کې پر غزه د اسرائیلي وحشت د ننګې له کبله د لویدیځ اصلي څېره، دیموکراسي، د بیان ازادي او بشري حقونو د نارو- سورو رښتینی حقیقت ګردې نړۍ ته د لمر په شان څرګند شو، خو په دې وروستیو کې د امریکايي پوهنتونو لسګونو زرو محصلینو د فلسطین په ملاتړ مظاهرې وکړې او بیا له هغوی سره چې حکومتي چارواکو او پولیسو کوم چلند وکړ نو یقیناً چې نه یوازې اسلامي نړۍ بلکې ټول جهان ته یې د امریکایانو بدماشي، سر زوري او د هغوی منافقت او دروغجنتوب د سر په سترګوور وښود- اوس نو پر ته له شکه د نړۍ پرمخ ټولو ملتونو- عرب او عجمو ته د هغوی انسانیت، اخلاق، بشري ارزښتونه او هغه دعوې او شعارونه یې چې د ازادۍ، دیموکراسۍ، بشري حقونو او نورو ارزښتونو په نامه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خپل دروغجن تبلیغاتي ماشین پرمټ شپه ورځ تکراروي، سل په سلو کې دروغ، له واقعیته ډېر لیرې او یو پوچ او بې معنا پروپاګند ثابت شو. حقیقت دادی چې د امریکایانو همدغه چلند او ناروا دریځ د غربي دیموکراسۍ او د هغوی په وینا دیموکراتیکو ارزښتونو ټوله هغه داعیه په خړ سېلاب یووړه چې له تېرو دوو پېړیو راهیسې یې د اسلام، کمونیزم او نورو فلسفو پر وړاندې یوې وسلې په توګه کاروله او بشري وجدان ته یې پرې د قناعت ورکولو هڅه کوله- مطلب دا چې دغو وروستیو پېښو غربي فلسفه هم داسې ناکامه او بدنامه کړه لکه پر افغانستان د شوروي یرغل چې د کمونیزم د مرګ او هلاکت لامل شو- په دې اساس معلومه شوه چې نور نو د لویدیځ هویت ختم، فلسفه یې پوچه اخلاق او ارزښتونه یې یو مخ دروغ او غرضي دي- لنډه دا چې د فلسطین په اړه د اسرائیلو وحشت او د ګردو نړیوالو په مخالفت کې بې شرمۍ سره د صهیونیزم ډاګیزه مرسته ددې لامل ګرځېدی شي چې پر نړۍ د امریکې د سردارۍ او بادارۍ دوران پای ته ورسوي. دغه راز دا هم ثابته شوه، چې د غرب فیوډالي نظام د بشري ستونزو د حل په چاره کې قطعاً ناکام او د اسلامي داعیې پر وړاندې یې څرګنده ماته خوړلې ده- په دې اساس دمګرۍ د لویدیځ واکمنو ته پرته له بدماشۍ نور هیڅ هم نه دي ورپاتې، که څه هم دوی به لاهم خپلو پخوانیو شعارونو ته د نړیوالو له شرمه هم ترڅه مودې پورې دوام ورکړي او پر نورو سرغړونکو به د بندیزونو ګواښونه هم کوي، خو ښکاره واقعیت دادی چې د دوی د خیالونو ماڼۍ اصلاً له بیخه نړېدلې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *