سرمقالې

تر بهرنۍ دښمني کورنۍ بدي ډېره خطرناکه وي

وایي هغه تبر چې ونه پرې کوي، لاستی یې له همدغې ونې جوړ وي. لیرې نه ځو فقط د خپل هېواد تېرې یوې پېړۍ تاریخ څو پاڼې سرسري اړوو، هلته به ولولو چې څرنګه په یوه پېړۍ کې د نړۍ دریو خورا سترو نظامي زبر ځواکونو پر موږ یرغلونه او بریدونه کړي، موږ یې ځورولي، کړولي او دادی اوس یې د هند له باچایي د نړۍ پریوه وروسته پاتې اوبې وزله ملت بدل کړي یو!

د دغو ناخوالو واقعي اسباب او علتونه څه وو؟ ځواب زښته لنډ او ساده دی: یوازې خپل منځي اختلاف، او هغه داسې چې انګریزان د تیمورشا د زامنو خپل منځي لانجو راوستل، شورویان د خلق او پرچم ډلو اختلاف او صلیبیان د طالبانو او شمالي ټلوالې د دښمنۍ په نتیجه کې. یا په بل عبارت انګریزان شاشجاع راوستل، شورویان پرچمیانو او صلیبیان د شمالي ټلوالې په دعوت او ملګرتیا راغلل او د همدوی په مرسته یې شل کاله زموږ پر هېواد واکمني وکړه. بې له شکه چې د یو قوم خپل منځي اختلاف، اخ و ډب او جنجالونه همدغه شان پایلې لري، هېوادونه پکې ویجاړیږي، ولسونه پکې خواریږي او ډېره لویه بدمرغي او ذلت پرې تپل کیږي. دا بالکل یوه متفقه، ثابته او مسلمه قاعده ده او هیڅکله بدلون نه مومي، ځکه خو هوښیاران ټینګار کوي چې ترهرڅه لومړی خپل کور او خپل صفونه متحد کړئ او باوري اوسئ چې ترڅو مو ځری له کوره نه وي، پردي به هیڅکله ستاسې د کور وراوکړکۍ سره ونه پېژني. په همدې اساس بیا دا بحث هم خامخا مطرح کېدی شي چې ښه نو هغه کومې لارې چارې دي چې په کور دننه خپل منځي وحدت او ملي یووالی تأمینوي او له پورتنیو خطرناکو پایلو مو ژغورلی شي؟ دا هم فقط ایکي یوه لار لري چې عدالت یې بولي. همدا عدالت دی چې حکومتونوته ثبات ورکوي او دوام یې تضمینوي. دا چې اوس پر ګران هېواد د اسلامي امارت واکمني ده او په عمومي توګه زیاتره چارواکي دیني علماء او مجاهدین دي نو لازمه ده چې هیڅکله د عدالت مفهوم له یاده ونه باسي او باوري اوسي چې یوازې له همدې لارې کولی شي په ټول هېواد کې د نظام ستنې محکمې، ملي وحدت ټینګ او حکومت ته ثبات او دوام وبښي. راځئ ټول له خپلو ځاني هوسونو، ذوقونو او شخصي ګټو تېر او پوره اخلاص، ایماندارۍ او صداقت سره د خپلو ځورېدلو خلکو خدمت ته ملاوتړو. همدا هغه یوازنۍ لاره ده چې که پرې ټینګ شو بیا به هیڅ بهرنی یرغلګر زموږ منځ ته د راتلو کومه لار پیدا نه کړي او موږ به د دنیا او آخرت بری او سرلوړي ترلاسه کړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button