راپورونه

افغانستان او فلسطین  ته د اسلامي همکاریو سازمان د ناستې ممکنه ګټې

 شریعت: د اسلامي همکاریو د سازمان سرمشریزه ناسته وړمه ورځ ناوخته پای ته ورسېده. د اسلامي همکاریو سازمان هر درې کاله وروسته د اسلامي هېوادونو د استازي ترمنځ ناسته کوي چې د وړمې ورځې ناسته یې ۱۵مه کېده او د افریقا لویې وچې په سویل( د ګامبیا هېواد پلازمېنه بانجول) کې چمتو شوې وه.

ددغې ناستې د مشرۍ ویاړ د ګامبیا له ولسمشر(اډامه بارو) سره و. نوموړي په خپله پیلیزه وینا کې د دې غونډې پر عمده موضوعاتو بحث وکړ. بارو په خپلو خبرو کې د فلسطين پر اوسني ناورین، اسلامي امت ته ورپېښې ننګونې، د اسلامي هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، د اسلامي هېوادونو ترمنځ تشې ـ ورانپوهاوی او نور موضوعات وشنل. بارو وویل چې اسلامي هېوادونه باید د فلسطین موضوع خپله فریضه وګڼي او هلته د روان وحشت مخه
ډب کړي. نوموړي وویل چې د فلسطین اوسنی ناورین باید له هرې وسیلې په استفادې پای ته ورسیږي او دغه هېواد خپل تېر برم ته ورستون شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په خپلو خبرو کې د فلسطین کشالې ته په نغوتې وویل چې د فلسطین قضیه یوازې کشاله نه، بلکې دا د حق داعیه ده او د نړۍ په کچه د ظالم او مظلوم مقابله ده. فیدان وویل: هېڅوک حق نه لري چې د فلسطینیانو پر وینو سوداګرۍ وکړي. نوموړي پر اسلامي هېوادونو غږ کړی چې د فلسطین خپلواکي ومني، په ملګرو ملتونو کې یې د استقلالیت نعره پورته کړي او ډپلوماټيکه راشه درشه ورسره پیل کړي. فیدان یاد مسایل د اسراییلو د ځپني او په ډپلوماټیک ډګر کې د ماتونې مهمې برخې یادې کړې. فیدان په ډاګه کړه چې که ډپلوماټیک ډول د اسراییلو ماته ناشوني وي، نو په زور دې یاد هېواد په ګونډو شي. ‌د فیدان په قول، که اسلامي نړۍ شته اختلافونه پای ته ونه رسوي، یو موټی نه شي؛ نو د فلسطینیانو ارمانونه به خاورې شي.

دغې ناستې ته  د افغانستان اسلامي امارت استازی هم بلل شوی و. د اسلامي امارت له خوا د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو سازمانونو مشر او ویاند عبدالقهار بلخي پکې ګډون وکړ.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاتوي چې عبدالقهار بلخي به په دغه سرمشریزې کې د ګډون تر څنګ د اسلامي همکاریو سازمان له لوړپوړو چارواکو او د غړو هېوادونو له استازو سره هم وګوري.

په چین کې د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي اسدالله بلال کریمي په خپل اېکس لیکلي و چې، په دې مهمه سرمشریزه کې له رسمي ګډون څخه ښکاري، چې اسلامي امارت ژور ډیپلوماټیک پر مختګ کوي. دا رسمي بلنه د کوم هیواد په کچه نه، بلکه د یو لوی سازمان له لوري ترسره شوې او دا له نړۍ په خاص ډول اسلامي نړۍ سره په مثبتو اړيکو کې مهم ګام او تحرک دی.

د اسلامي همکاریو د سازمان سرمشریزه ناستې په تړاو د چین ولسمشر شي جن پنګ هم مبارکي ویلي ده.

د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طه یادې غونډې ته په وینا کې له افغانستان سره پر تعامل ټینګار کړی دی. ښاغلي طه ویلي چې د اسلامي همکاریو د سازمان او غړي هېوادونه له افغانستان سره بشپړې ښکېلتیا ته ژمن او چمتو دي. نوموړي ټینګار وکړ چې له افغانستان سره دې مرستې له اماني صندوق په وسیله وشي. ویل کیږي چې اماني صندوق د اسلامي پراختیا د بانک تر نږدې څار لاندې دی. ښاغلي طه ویلي چې په افغانستانک کې دې د ځمکنیو واقعیتونو د درک په موخه بې پلوي شخصیتونه وټاکل شي.

بل پلو، تازه په مصر کې د امریکا، قطر او مصر د استازو په منځګړیتوب غزه کې د اوبند د ټینګښت خبرې اترې هم بې پایلې پای ته رسېدلي دي.

حماس په غزه کې تلپاتې اوربند غواړي خو نتانیاهو ویلي چې اوربند د دوی د ماتې په مانا دی. صهیونستانو تازه رفح مېشتو ته ګوتځنډنه کړې چې خپل کورونه پرېږدي. صهیونستو چارواکو لا پخوا ګواښ کړی چې د اوربند او جګړې دواړو صورتونو کې به پر رفح برید کوي.

د اسلامي همکاریو د سازمان (تلپاتی ټیکاو او یو موټی کېدل) په نوم ناسته د می میاشتې په پینځمه پای ته ورسېده. شنونکو د دا او ورته ناستو چمتو کول د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او د اسلامي ورورګلوۍ د انګېزې د پیاوړتیا لپاره اړینې بولي.

خالد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button