افغانستان

تېرکال د هوایي دهلیزونو له لارې د ۱۴۵ میلیونو ډالرو صادرات شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې تېر لمریز کال د هوايي دهلیزونو له لارې د ۱۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې د هوايي دهلېزونو له لارې د افغانستان صادرات د ۱۴۵ میلیونو ډالرو په ارزښت ترسره شوي چې ټولټال ۲۷۰۰ ټنو ته رسېدل.

د دغه وزارت ویاند وايي، ډېری صادرات د هوايي  ډګرونو له لارې هند، متحده عربي اماراتو، ترکیې، ایران، ازبیکستان، جرمني او کاناډا ته شوي دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هوايي دهلېزونو له لارې صادرات د اقتصادي ودې په برخه کې مهم بولي او ټینګار کوي چې د هوايي دهلېزونو له لارې د لېږد لګښتونه باید کم شي. یو شمېر سوداګر د نړۍوالو هوایي شرکتونو د الوتنو بېرته پیلېدل د هوایي دهلیزونو له لارې د صادراتو په زیاتېدوکې مهم بولي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button