سرمقالې

تعلیمي لومړیتوبونو ته باید ژوره پاملرنه وشي

بشري ژوندانه کې لوست او زده کړه همدومره مهمه هم ده- دا حقیقت اوس مهال ګردې نړۍ ته د لمر په شان څرګند او ثابت شوی او همدا وجه ده چې پر مختللي او ځواکمن هېوادونه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خپل اغېز اونفوذ زیاتولو همدې، هېوادونو لاندې کولو او د نورو پر وسایلو او شتمنیو خېټې اچولو په موخه تر هر څه ړومبی د تعلیم او معارف له لارې غواړي پورتني اهداف تر لاسه کړي- ټولو بې وزلو هېوادو کې ددوی له خوا د ښوونځیو په ودانۍ جوړولو، نصاب چمتوکولو، کتابونو، لوازمو، ښوونکوروزلو، پوهنتونو سره اړیکو لرلو او محصلینوته عموما په حقوقو، اداره، سیاست، ټولنه، تاریخ، ادبیاتو،هنرونو او داسې نورو بې اغېزی څانګو کې بورسونه ورکول او مرستې رسول فقط او فقط دهمدې مقصد لپاره وي- په دې لړ کې اوس که موږ له خواوشا تېرې یوې پېړۍ راهیسې د اسلامي نړۍ حالات وارزوو نو په ډاګه معلومیږي چې ټولو غربي او شرقي ښګېلا کګرو زیاتره د خپلو روزلیو شاګردانو پرمټ مسلمانانوته خورا بدې ستونزې رامنځ ته کړې دي- ځکه له پرنګي نصاب سره سمې زده کړې که څه هم یو اسلامي هېواد کې دننه ترسره شوې وي، نتیجه یې حتماً هماغه وي، کومه چې بهرنیو ترسیم کړې وي- همدارنګه فرضاً بهرنیو هېوادو کې چې کوم اشخاص روزل شوي زیاتره یې… ۵مخ
د پر دیو له آجنډا سره سم تصرفات کوي- د مثال په ډول کله چې زموږ له هېواده یو شمېر ځوانان روسيې او نورو شوروي جمهوریتونو ته واستول شول نو زیاتره یې کمونیزم ته ور واوښتل او بیایې خپل هېواد کې هم د هماغې مفکورې د تطبیق لپاره ملاوتړله- دغه شان څوک چې نورو اروپايي هېوادو او امریکې ته ولاړل، له راستنېدو سره سم یې د لیبرالیزم او دیموکراسۍ لپاره هلې ځلې پیل کړې- همدغه د واراتي افکارو او نظریاتو خپراوی زموږ په ټولنه کې د خطرناک تصادم او تاوتریخوالي لامل وګرځېد- تر دې چې که سړی ښه ځیر شي نو هماغه د ظاهرخاني دورې وروستي کلونه چې د دیموکراسۍ لسیزه یې بولي، په حقیقت کې د پردیو افکارو لومړنۍ کرونده وه چې همدغه تېر شوي درې څلویښت کاله یې په رېبلو او لوکولو ولګېدل- ځکه همدغو پردیو شاګردانو په هېواد کې داغیارو پېښې شروع کړلې، خپل ارزښتونه یې مسخره او د نورویې مترقي او ګټورو بلل چې طبعاً په ولسونو کې د مزاحمت راپارېدلو سبب ګرځي- بناء پردي اسلامی امارت چې د افغانانو د استقلال ساتنې او دیني- ملي ارزښتونو د خوندیتوب او دفاع ناره او ژمنه یې کړې ده، بویه چې په هر ډول شرایطو او هره ممکنه بیه د خپل موجوده او راتلونکي نسل د سالمې زده کړې او روزنې لپاره جدي اقدامات وکړي، لازمه او انتهايي ډېره ضروري ده چې د نارینه او ښځینه ؤ دواړو لپاره تعلیمی لومړیتوبونه وپېژندل شي، مناسب چاپیریال ورته برابر، ګټور نصاب ورته چمتو او بالآخره په یوه داسې روحیه او جذبه وروزل شي چې نر او ښځه یې تر ټولو غوره دعوتګر، خدمتګار، په هر ډول حالاتوکې د هېواد او خلکو ګټو ته ژمن او په دې لار کې د سرو مال قربانۍ ته نغد ولاړ وي- ترڅو په پای کې دا مظلوم او محروم ملت د داسې متخصصو کدرونو څښتن شي چې خپل هېواد پرځان بسیا او ړ نورو له متازی یې بشپړ خلاص کړي – پکار ده زموږ تعلیمی او روزنیز مراکز داسې شاګردان او فاضلان وروزي چې هر فردیې د اغیارو او مغرضینو لپاره یوه داسې سټه وګرځي چې هغوی یې نه ځواب ویلی شي او نه یې خپلو شیطاني لومو کې راګیر ولی – نه داسې فارغین چې ظاهراً او باطناً د پرنګي په رنګ او بڼه رنګېدلي، د هغوی سورڼي ته ګډېدلي او هر امرو فرمایش ته درېدلي وي- نور باید زموږ ښوونځیو، پوهنتونو او روزنیزو ادارو کې هیڅ داسې کس نه وي چې په هره روا او ناروا کې پردیو ته لاسونه پړ کوي او د هغوی هره مشوره خپله بریا او پرمختګ بولي، بلکې داسې زلمي کدرونه چې د خپل پلرني هېواد او نسبی ملت خپلواکي، سوکالي او بسیاینه یې یوازني ارمان وي- راځئ د همدغو ارمانو لپاره په هر اړخیزه مبارزه لاس پورې کړو.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button