تاریخ او جغرافیهلیکنې

جهادي خاطرې:غازي وکیل احمد او د ایټالوي اشغالګرو وژل ! ۱۸/۳/۱۳۹۲ دوشنبه

ځینې واړه وي خو ډېر لوی کارونه وکړي، خلکو ته روحیه ورکړي، تاریخ جوړ کړي، دین، هېواد اوقام ته د تل لپاره افتخار شي.
هدف مې زموږ کلیوال (د فراه، فراه رود ولسوالۍ د رویې د کلي) ۱۶ کلن وکیل احمد دی.
هو! هغه که څه هم په ونه ټیټ، له جسمي پلوه کمزوری و،خو داسې د میړاني کار یې وکړ چې د تل لپاره به یې نوم د اتلانو په لیست کې ثبت وي.
زه هغه ورځ د خوښۍ نه په جامو کې نه ځاییدم کله چې راته ثابته شوه په یاده پېښه کې یو ایټالوي عسکر قتل او درې نور سخت ژوبل دي.
ستاسو د انتظار شیبې نه اوږدوم راځم اصل مقصد ته…
ترې ومې پوښتل تاسو دې کار ته چا وهڅولاست ؟ راته کړل یې: یوه ورځ د فراه له مرکز نه د فراه رود خواته پر لاره وم، د بالابلوک د کنسک سیمه کې مې یو تعداد ولسي وګړي تر سترګو شول، چې د مظاهرې په شکل راوتلي و.
پوښتنه مې وکړه دا خلک څه کوي چې سړک ته راوتلي ؟! راته وویل شول چې امریکایانو د قرآن عظیم الشان بې حرمتي کړې نو دوی غواړي چې د امریکایانو دا عمل وغندي.
له همدې ځایه مې په زړه کې دا خبره را وګرځېده چې ښه دوی خو ویل چې موږ دا هېواد جوړو او دلته زموږ په خاوره کې پورته او کښته کېږي او بیا زموږ د قرآن بې حرمتي هم کوي…
بس له همدې ځایه مې فکر بدل شو او له ځانه سره مې د اشغالګرو نه د انتقام او غچ اخیستلو ټینګ هوډ وکړ.
اراده مې داسې وکړه چې پر یرغلګرو به استشهادي برید کوم، په داسې ډول که وتوانېږم له منفجره موادو نه جوړه یوه صدرۍ پیدا کړم او بیا د خارجیانو ټانک ته ور وخیژم او فدایې برید وکړم خو له مشورې وروسته مې له دې پلانه صرف نظر وکړ.
بیا راغلم د هرات قول اردو ته چې ثبت نام په کې وکړم ترڅو نظامي زده کړې وکړم…
او که مې د قول اردو پر قوماندان چم جوړ شو برید به پرې وکړم خو بدبختانه دلته مې د برید لپاره ترتیب نسو برابر نوبېرته فراه ته راغلم.
دلته مې پر دښمن د یوه کارنده برید لپاره تابیا ونیوله او له ډېر سوچ او فکر نه وروسته مې داسې نقشه په ذهن کې جوړه کړه چې نارنجک (ګرنیډ) به د اشغالګرو شوبلې ته ور غورځوم او په بېړه به له ساحې نه تېښته کوم.
اوس نو ستونزه د نارنجک د پیدا کولو وه، ځکه زموږ د کورنۍ ځینو غړو د کابل د ادارې په امنیتي برخو کې عملاً کار کاوه او مجاهدینو پر ما اعتماد او باور نشو کولای.
خو له ډېرو هڅو او کوښښونو وروسته بالآخره د نارنجک په پیدا کولو وتوانېدلم.
پلان مې داسې جوړ کړ چې کله د خارجي یرغلګرو کوم ځغره وال ټانک په ښار کې د ګزمې په حال کې و، نو به لاسي ګرنیډ د دوی موتر ته ورغورځوم.
همداسې مې وکړل بازار ته راغلم او د یو دوکان څنګ کې د انتظار په پلمه کښېنستلم څرنګه چې زما عمر کم او د فزیکي پلوه مې هم جسم کمزوری ښکاریده، نو شاید هیچا داسې یو فکر زما په اړه نه وای کړی.
له څه انتظار وروسته د دښمن څلور شوبلې د فراه رود لخوا راغلې…
ما هم توکل په الله کړ نارنجک مې برابر کړ لومړۍ شوبلې ته دومره ورنږې شوم چې لاس مې شوبلې ته رسیدی او د تکبیر په ویلو مې د ټانک خواته وروغور ځاوه، نارنجک (ګرنیډ) د شوبلې منځ ته ورشیوه شو کله چې مې پښه د چرۍ نه واړول درز شو او نارنجک په شوبله کې د ننه انفجار شو.
نور نو ډاډه شوم چې هدف مې سم ویشتلی د سیمې نه په تېښته شوم او ځان مې خوندي ځای ته ورساوه.
دې پېښې د فراه ښار په زړه کې د دښمن راج وننګاوه او د مؤمنانو زړونه یې په خارجي یرغلګرو یخ کړل.
زما د کره او دقیقو معلوماتو په حساب په دې پېښه کې یو ایټالوي یرغلګر قتل او درې نور مرګوني ژوبل شول چې وروسته غلیم هم دا تلفات ومنل.
ښاغلي وکیل احمد زیاته کړه: څو ورځې وروسته مې بیا پلان جوړ کړ نارنجک مې راواخیست او د دښمن شوبلې ته مې ورخوشي کړ خو له بده مرغه په همدې حال کې یو سراچه موټر چې کوم دولتي چارواکی په کې سپور و، زما او د ټانک ترمنځ خنډ شو، نارنجک د دې پر ځاي چې شوبلې ته دننه ور شیوه شي پر بانټ ولګید، زه هم په ځغاسته شوم او د پېښې له ځای نه څه ورهاخوا د عسکرو لخوا ونیول شوم.
امنیت ملي ته راوستل شوم او د تحقیقاتو لپاره څو ځله امریکایان راته راغلل.
د بند په دوران کې امریکایانو په ځلونو رانه تحقیقات وکړل، ما ته به یې ویل تاسو خو کشر یاست موږ ته اصلي کس چې ددې حملې انګېزه یې درکړې په ګوته کړئ.
محترم وکیل احمد راته وویل: ما ته محکمې د خارجی یرغلګرو په وژلو اووه نیم کاله حبس راکړ چې یو اندازه مې په فراه او نور مې د بګرام په زندان کې تېر کړ او کله چې د اسلامي امارت او امریکایانو ترمنځ د قطر په دوحه کې د سولې تړون لاسلیک شو او د پنځه زره اسیرانو خوشي کېدل هم د تړون برخه وه چې زه هم د دې زندانیانو په ډله کې راخلاص شوم.

مولوي حیات الله مهاجر فراهي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *