دینې لیکنېلیکنې

حرکت زموږ کار دی او برکت د الله تعالی

هېڅ برکت بې حرکته نشته او نه هم حرکت بې برکته وي ؛ مګر دا موږ یو چې سرچپه عمل کوو؛ حرکت نه کوو، خو برکت غواړو.

راځئ چې دا خپل او د خدای پاک کارونه سره بېل کړو!

راځئ چې ((توکُل)) وپېژنو، زمان – مکان یې وپېژنو او دندې یې پۀ ګوته کړو!

موږ ټول کارونه د توکُل پر غاړه ور اچوو، فقط ته وا توکُل عمومي مسؤل دی.

وا ورورکیه! توکُل د موفقیت پنځم قدم دی، نه لومړی.

لومړی فکر دی، دویم استخاره، دریم مشوره، څلورم عزم، پنځم توکُل دی او شپږم حرکت ؛ مګر موږ چې لر شو او بر شو نو پر توکُل ور برابر شو.

راځئ چې مسؤلیتونه او مکلفیتونه وپېژنو، و یې منو او غاړې ورته کېږدو.

راځئ چې اختیاري کارونه له غیر اختیاري کارو بېل کړو او توپیر یې ومنو.

ګورئ! موږ چې کله کوزده کوو او څوک پوښتنه رانه وکړي چې: وا وروره! تۀ د مهر، توی او نورو مصارفو لپاره کافي پیسې لرې چې ګوزده کوې؟ ځواب مو یې دا دی: ((توکُل پر خدای ؛ چا وادۀ ته سر پر سر ایښې!؟))

– ښه نو! کور، کوټه او د سبا لپاره یې د نفقې کومه چاره درسره شته؟

– توکُل پر خدای؛ له یوې خوا به ورته پیدا شي.

– دوه کاله وروسته وادۀ کولی شې؟

– توکُل پر خدای دی.

خو چې کله پر وادۀ تر غوږونو پوروړی شي او بیا یې له وادۀ کولو کال وروسته ماشوم هم پسې پیدا شي او راتلونکی (یانې دویم) کال بل، ورپسې دریم دنیا ته راشي او بیا نو پۀ څلورم کال څلورم بچی هم راوړي؛ نو تۀ ورته ووایې چې: وا ورورکیه! بس دې نه دي؟ خو لږه وقفه ورکړه کنه ! هغه د خدای ملنګه خورکۍ نو کوم یوۀ ته شیدې ورکړي؟ د کوم یوۀ جامې ووینځي؟ د کوم یوۀ پزه ورپاکه کړي؟ کوم یوۀ ته چوشک ورکړي او کوم یو پۀ زانګو کې وزنګوي؟ دی د خدای شینکی به بیا خوله درته جینګه کړي او و به وایي: توکُل پر خدای دی، روزي هغه ورکوي.

وا د خدای ساده ګل خانه ! پدې خبره کې خو ذره شک هم نشته چې رازق مطلق الله پاک دی؛ خبره دا ده چې؛ پر تا هم کوم شی لازم دي، که نه؟ تۀ هم د اولادونو پر وړاندې مسؤلیت لرې، که نه؟ آیا دا ماشومان دې روزنه او پالنه نه غواړي ؟ دوی د شپې له خوا ژاړي که نه ژاړي ؟ دوی جامې خیرنوي که نه؟ نو څۀ ملا دې ماته ده! چې د شیدو ورکولو او نورې پالنې لپاره یې هم کومه خورکۍ پۀ مزدورۍ ورته ونیسې! دا دې پۀ کوم کتاب کې لیدلي! چې بچي ستا هم دي، مګر بار یې ټول پر مور مظلومه ور اچوې؟ او بیا دې خپلې خیرنې جامې هم پر هغې بېچارګۍ وینځې او د کور ټول کارونه هم پرې کوې! (هغه ستا بې وخته غوښتنې خو پر ځای کېږده!) او که کوم یوۀ ته سړی ووایي چې: والکه! ژمی را روان دی! خو کاربار وکړه، سبا به دې ماشومان وږي تږي او لوڅ لغړ (پۀ یخه کوټه کې) درته ژاړي!

دی ګلان خان به هغه هم پر توکُل ور اچوي.ستا دې سر دا توکُل وخوري نادانه! چې نه توکُل پېژنې، نه یې ځای او نه یې هم حکم.

توکُل پۀ ریښتیا سره د مسؤلیت او مکلفیت پنځمه مرحله ده! ځکه چې تۀ کله هر کار کوې، نو تر ټولو وړاندې به لومړی د همغه کار پۀ هکله ژور فکر کوې، ټول ابعاد به یې سنجوې؛ ښۀ او بد یې، روا او ناروا یې، حتی اندکه ګټه او زیان به یې هم پۀ نظر کې نیسې.

دویم به استخاره کوې؛ چې دا بیا له الله پاک سره مشوره ده.

پۀ دریم قدم کې به له داسې چا سره مشوره کوې، چې هغه کس اهل د مشورې وي، نه د خدای تک شین.

پۀ څلورم قدم کې به عزم او ټینګه اراده کوې.

پۀ پنځم قدم کې توکُل دی.

پۀ شپږم قدم کې حرکت پیلیږي؛ چې بیا متحرک کس ته برکت هم د الله پاک له خوا ورکول کیږي. الله پاک هم همداسې امر کړی او فرمایي: ژباړه: چې کله تا عزم وکړ نو توکُل پر الله کوه! نو وا ورورکیه! له توکُل نه مخکې مکلفیت حتمي دی؛ ځان مه اچوه! الله پاک د مکلفیت پۀ اړه هم د سورۀ البقرۀ پۀ پای کې فرمایلي:

ژباړه: نه دی مکلف کړی الله هېڅ نفس، مګر د خپل وس مطابق.

ګواکي څو یې چې پر یوۀ کار زور رسیږي، هغه کار به پخپله کوي، خو چې له وسه یې تېر شي نو هغه به الله ته سپاري؛ دا اصل دی.سمه ده! مرسته پۀ سر کې لا له الله پاک څخه غواړه او (بسم الله الرحمن الرحیم) وایه، مګر کار به کوې او پاسنۍ شپږ مرحلې به خامخا طی کوې، کنه نو د برکت تمه (طمع) دې بې ځایه ده.

موږ ته فکر، عقل، علم، جسم، مغز، بلکې بیرونی فزیکي جوړښت؛ یانې ظاهري حواس؛ چې حواس خمسه ورته ویل کیږي (لکه: حس باصره، سامعه، شامه، ذائقه او لامسه) او همدا رنګه باطني حواس چې هغه هم پنځۀ دي (لکه: حس مشترک، خیال، وهم، متصرفه او محافظه) دا ټول شیان الله پاک موږ ته د حرکت لپاره راکړي، چې موږ یې ((سعیې بندګي)) بولو؛ نو دا ټول (ما وسعها) شیان به لومړی پۀ کار اچوو ، بیا وار د توکُل دی؛ نو به د حرکت او برکت فورمول هم سمه مانا او مثبته نتیجه ورکړي؛ خپل مسؤلیت او مکلفیت به وپېژنو او ضمناً به د الله پاک پوښتنو ته یو څۀ تیاری هم ولرو؛ خو که هر څۀ پر توکُل ور اچوو، دا نو بیا زموږ بغاوت دی ؛ ګواکي موږ مسؤلیت پزیر نه یو، نه خپل کارونه پېژنو او نه مو هم د الله حساب ته تیاری نیولی.نو هلئ! حرکت وکړئ! کنه نو برکت مرکت نشته؛ لومړی حرکت دی بیا برکت.

امین وردګ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *