لیکنېمقالی اوتبصرې

د کمال خان بند او ګمراه کوونکي فیسبوکيان!

پر ټولنیزو رسنیو یو شمېر پوسټونو کې د سټلایټ انځورونه نشر شوي دي او په تشریح کې لیکلي چې د کمال خان بند د ډکېدو پرته افغان حکومت ایران ته اوبه ورپرېښي دي او اوس هم جریان لري. ما چې دغه پوسټونه وکتل، یو څه راته ترې ښکاره شول چې د دې پوسټونو لیکوالان په آګاهانه ډول خلک ګمراه کوي او داسې ورښيي چې د کمال خان بند ډیر لوی زخیروي بند دی او افغان حکومت پرته له دې چې دغه بند ډک کړي، اوبه یې ایران ته ورخوشې کړي دي چې په دې سره افغان حکومت له افغانانو سره ډیره لویه بې انصافي کوي.
زه دلته غواړم یو څه تخنیکي وضاحت تاسو ته ولیکم او ځکه یې لیکم چې پخوا ما هم ورته فکر کاوه چې کمال خان ډير لوی بند دی او ممکن د میاشتو میاشتو اوبه په کې زخیره کیږي. دا چې واقعیت څه دی لاندې وضاحت چې خالص تخنیکي دی ولولئ:
لومړی: د کمال خان بند تقسیماتي او کنترولي بند دی، زخیروي نه دی. تقسیماتي او کنترولي بند پر دې معنا چې دغه بند به سیلاب کنترولوي او هم به د هلمند سیند اوبه قلعه افضل، قلعه فتح، ترکو او لشکري کانالونو، برق تولید او همدا راز د ایران حقابې لپاره به ترې تقسیمیږي. دغه بند به د ایران او داخلي حقابې تنظیموي. د کمال خان بند محض ۵۲ میلیونه متره مکعب اوبه زخیره کوي پر دې معنا که یو سیلاب راشي او د دغه سیلاب اوبه في ثانیه ۱۰۰۰ متر مکعب وي نو په شاوخوا ۱۵ ساعتونو کې یاد بند کاسه چې په بشپړ ډول تشه هم وي ډکیږي او اوبه به پرچاو کیږي. د هایدرولوژيکي معلوماتو پر اساس د هلمند سیند په بستر کې ځیني سیلابونه داسې هم راغلي چې حجم يې ۱۹۰۰۰ متر مکعب في ثانیه و، او که ورته سیلاب راشي نو د کمال خان بند کاسه په ۴۵ دقیقو کې ډکوي. دا چې اوبه ضایع نه شي، تصمیم داسې وي چې مخکې تر دې چې سیلاب اوبه تر کمال خان ورسیږي، باید دروازې پورته شي او کومې اوبه چې په بند کې دي هغه ښکته خواته خوشې شی او تازه نورې اوبه په بند کې زخیره شي چې په دې سره د کمال خان بند څخه د ښکته خلکو حقابه په ښه بڼه او د اوږدې مودې لپاره تامین کیدلای شي. یوه یادونه ضروري ګڼم چې که د کمال خان بند مرکزي دروازې (river outlet) څخه د هلمند سیند بستر ته یواځې ۱۰۰ متر مکعب اوبه في ثانیه پرېښودل شي نو د کمال خان بند ټوله کاسه په ۶ ورځو کې تشیږي خو که ټولې دروازې فعاله وي، کمال خان ټول بند په یوه نیم ورځ کې تشیږي. لنډه دا چې دا بند تقسیماتي او کنترولي دی، زخیروي نه دی، چې د اوږدې مودې لپاره دې اوبه په کې زخیره شي او بیا دې وخت پر وخت د کانالونو له لارې کرنې لپاره ورکړل شي.
دوهم: هلمند سیند کې د ایران حقابه د هلمند د معاهدې پر اساس مشخصه ده. زما د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۲-۲۰۲۳ اوبیز کال لومړۍ پنځو میاشتو کې د کجکي بند ته د ورتلونکو اوبو د دستګاه د معلوماتو پر اساس د ایران حقابه ۱۹۸.۸ میلیونه متره مکعب کیږي. خو په همدې پنځو میاشتو (اکتوبر، نومبر، دسمبر، جنوري او فروري) کې ایران ته یو څاڅکی اوبه هم نه دي ورغلي، دا چې ولې نه دي ورغلي یا څه ډول مجبره حالات رامنځته شوی دي چې دلتا ته اوبه نه رسیږي، هغه یو بیله جلا موضوع ده. زما پوښتنه داده چې ځينې متخصصین که زموږ پر خبرو باور نه کوي دوی دې د سټلایټ انځورونه په دغه موده کې وګوري چې ایران ته څومره اوبه ورغلي دي؟ او همدا راز دوی دې راته ووايي چې که د سیلابي اوبو پرته د ایران حقابه تامین نه شي څه ډول به تامینیږي؟ آیا افغان حکومت ایران ته د هلمند په سیند کې د هغه تعهد له مخې چې ۵۰ کاله وړاندې افغانستان کړی دی د هغوی حقابه ورنه کړي؟ حل لارې دې یې دوی وړاندې کړي، تطبیق به یې اوبو او انرژۍ وزارت وکړي؟ له دغو بهر کې ناستو کارپوهانو مو هیله داده چې عام خلک چې له موضوع څخه آګاه نه وي ګمراه نه کړي.
درېیم: افغان حکومت د ایران تر حقابې ور اخوا باید د نیمروز د خلکو هم حقابه ورکړي. د لشکري ۴۸ کیلومتره اوږد کانال چې د کمال خان بند څخه لاندې په شاوخو ۴۰-۵۰ کیلومترۍ کې پروت دی، د هلمند له سینده شاوخوا ۱۵ متره مکعب اوبه في ثانیه اخلي او د زرنج، کنګ او چخانسور خلکو زراعت پرې تکیه دی. که د کمال خان بند دروازې له دې کبله چې اوبه ایران ته ولاړې نشي، بندې شي، د نیمروز د خلکو ټول زراعت له منځه ځي او خلک د اوبو له کبله اجباري کډوال کیږي، ځکه د دغو خلکو ژوند د هلمند پر سیند ولاړ دی او چې اوبه نه وي دوی به مجبورا کډوال کیږي. دا اوس هم له تیرو تقریبا دوه میاشتو راهیسې د نیمروز دهقانانو هره ورځ د هلمند سیند فرعي حوزې ریاست او د والي مقام مخې ته مظاهرې وې چې ولې دوی ته اوبه نه پرېښودل کیږي. اوس له دوی پوښتنه کوو چې د نیمروز خلکو زراعت ته د هلمند له سینده اوبه ورکړو ؟ او که خپل خلک هم اجباري کډوالۍ ته مجبور کړو او اوبه په کمال خان کې ډنډ ودروو او یا یې داسې ځای ته ولیږو چې افغانان ترې هیڅ استفاده ونه شي کړای؟ که هدف همدا وي چې اوبه دې په کمال خان بند کې ډنډ ولاړ وي او نیمروزیانو ته دې هم اوبه ورنه کړل شي بیا واقعا هم حکومت ملامت دی، ځکه د لشکري کانال له لارې یې نیمروزیانو ته اوبه ورکړې.
په پای کې یوه یادونه کوم چې موږ و تاسو باید خپله ناچیزه پوهه د خلکو په فلاح کې استفاده کړو نه دا چې د سټلایټ په څو عکسونو خلک ګمراه کړو. اوبه ملي موضوع ده او تاسو خاطر جمع اوسئ چې په ملي موضوعاتو کې هیڅوک د خپل ملت مقابل کې او د ملت د ګټو پر وړاندې نه دریږي، زه ډير مسوول خلک ګورم چې د اوبو په موضوع کې تر موږ ډیر زیات پر دې وطن او خلکو زړه درد کوي.
پای

اکرام الدین کامل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *