دینې لیکنېلیکنې

حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه څنګه خليفه شو؟

رسول اکرم صلي الله عليه وسلم خپل ژوند کې په صريحو الفاظو سره څوک د خليفه په حيث نه و ټاکلی، اما په ډېرو ځايونو کې يې داسې الفاظ کارولي، يا يې له مبارکې خولې راوتلي؛ چې له هغه څخه د ابوبکر صديق رضي الله عنه خليفه کېدل څرګندېږي. همدارنګه کله چې رسول الله صلي الله عليه وسلم له ناروغتيا وروسته له نړۍ وکوچېد، نو په هماغه ناروغۍ کې يې ابوبکر صديق رضي الله عنه د لمانځه د امامت لپاره وړاندې کړ، چې دا هم د هغه پر خليفه کېدو دلالت کوي.
حضرت محمد مصطفی صلي الله عليه وسلم چې له نړۍ رحلت وکړ، نو اصحابو کرامو رضي الله عنهم د هغه له تدفين نه مخکې د خليفه او امير ټاکلو اهتمام وکړ، له انصارو صحابه کرامو رضي الله عنهم د هغه له تدفين نه مخکې د خليفه او امير ټاکلو اهتمام وکړ، له انصارو څخه يو شمېر کسان د بنو ساعده په سقيفه (چوتره) کې راجمع شوي وو، ابوبکر صديق، عمر فاروق او ابو عبيده رضي الله عنهم چې له مهاجرينو څخه وو، دوی هم ورغلل، انصارو ويل؛ مخکې د مشرتوب چارې رسول الله صلي الله عليه وسلم پر مخ وړلې،نو اوس دا زموږ حق دی،چې سمبال يې کړو، د انصارو او مهاجرينو تر منځ خبرې وشوې، اما ډېر ژر ابو عبيده رضي الله عنه هغه پای ته ورسولې، نوموړي وويل: ما له نبي اکرم صلي الله عليه وسلم څخه اورېدلي چې مهاجرين به اميران او مشران وي او انصار به د هغوی مرستيآلان وي، انصارو د هغه (ابوعبيده) خبره تصديق کړه، حضرت عمر رضي الله عنه ابوبکر صديق رضي الله عنه ته لاس ور اوږد کړ او په ډېر اخلاص يې بيعت ورسره وکړ.
وروسته انصارو او مهاجرينو په ښکاره له صديق اکبر رضي الله عنه سره بيعت وکړ او د خليفه له ټاکلو وروسته يې خاورو ته د رسول الله صلي الله عليه وسلم د سپارلو چارې تر سره کړې.
(د اصحابو کرامو له دې کاره داسې جوتېږي، چې د خليفه تعين او نصب له هر څه ډېر مهم دی).
د يادونې وړ ده چې د انصارو او مهاجرينو دا بيعت يو ځانګړی بيعت و او ټولو مسلمانانو په کې شرکت ونشو کړای، نو په دوهمه ورځ اصحاب کرام رضي الله عنه په نبوي مسجد کې راغونډ شول او له لومړي خليفه حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه سره يې عمومي بيعت وکړ، که چېرې کوم کس له بيعت نه پاتې شوی او بيعت يې نه وي کړی، نو هغه شخص په کوم ناړه اقدام لاس نه دی پورې کړی، نه يې لاريون کړی او نه يې د نه منلو اظهار کړی.
له عام بيعته وروسته حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه مسلمانانو ته وينا وکړه او خپله راتلونکې کړنلاره او تګلاره يې په کې واضح کړه، هغه وويل: په الله جل جلاله قسم زه له تاسو څخه غوره او بهتر نه یم او نه د خلافت لپاره زه خپل ځان له تاسو غوره بولم، زما هيله وه چې له ما پرته به تاسو دا دروند پېټی په غاړه واخلئ. تاسو به دا اميد لرئ چې زه د رسول الله صلي الله عليّ وسلم د سنتو مطابق وچلېږم، هغه پاک او معصوم و، پريښتې ورسره وې، ولې له ما سره شيطان دی او هغه کوښښ کوي څو ما له سمې لارې وګرځوي، نو تاسو ټول هڅه کوئ، زما محاسبه کوئ، که چېرې زه په سمه لاره روان وم، زما مرسته کوئ او که بې لارې شوم، بيا ما سمې نيغې لارې ته راواړوئ.
او دا وينا يې هم په يوه روايت کې راغلې ده: اې خلکو! زه ستاسو حاکم وګرځېدم، په داسې حال کې چې زه له تاسو څخه غوره نه يم، که چېرې زه سم کارونه کوم مرسته مې وکړئ او که غلطي رانه وشوه، نو ماته نېغه لاره وښآياست، رښتيا امانت او دروغ خيانت دی. ستاسو کمزوری او ناتوانه زما په وړاندې قوي او پياوړی دی، څو د هغه حق ورته وسپارم او ستاسو قوي او پياوړی زما پر وړاندې کمزوری دی، تر هغه پورې څو د مظلوم حق ترې واخلم!
همداراز هغه مبارک زياته کړه: کوم قوم چې جهاد پرېښی فقر او ذلت پرې نازل شوی او په کوم قوم کې چې بې حيايي خپره شوې، الله تعالی پر هغوی باندې غمونه او مصيبتونه راولي، تر څو چې زه د رسول الله صلي الله عليه وسلم پر سنتو عمل کوم، زما خبره اورئ او منئ يې او چې کله له هغه (سنتو) کوږ شوم، زما اطاعت پر تاسو واجب نه دی. پاڅېږئ لمونځ اداء کړئ، الله تعالی دې رحم درباندې وکړي.
صديق اکبر رضي الله عنه له ټولو اصحابو کرامو څخه غوره و، ځکه،خو د خلافت لپاره غوره شو او هېچا يې هم مخالفت ونه کړ. بل دا چې وينا يې هم تاريخي وينا وه او د هغې مطابق يې د خلافت چارې پر مخ يووړلې.
ابوبکر صديق رضي الله عنه د لويو اصحابو کرامو رضي الله عنهم له خوا د خلافت لپاره غوره کړل شو او ده په ډېر اخلاص دا دروند بار په ښه شان اوچت کړ. رضي الله عنهم

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button