افغانستان

خلیل الرحمن حقاني د ایران سفیر ته: ایران دې له افغان کډوالو سره ښه چلند او همکاري وکړي

شریعت: د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني په کابل کې د ايرن له سفير حسن کاظمي قمي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د دغه وزارت له لوري په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې حقاني د ايران له سفير څخه مننه وکړه او له هغه څخه يې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو سره د نېکې رويې، د حج مراسمو پرمهال د افغانانو تګ راتګ، د کډوالو چارو وزارت د اتشې سره د همکاريو او په بېلابېلو پېښو کې د وژل شویو افغانانو د جسدونو د چټک لېږد په برخه کې د همکاريو غوښتنه وکړه.په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په دغه کتنه کې د مهاجرينو5مخ
چارو وزارت مالي او اداري مرستيال محمد ارسلاح خروټي د ايران له سفير څخه وغوښتل، چې په تېرو ناستو کې چې د افغان کډوالو په اړه کومې هوکړې شوي، عملي کړي.
د سرچېنې په وینا، ايران سفير حسن کاظمي قمي وويل، چې موږ د افغان کډوالو سره ښې اړېکې لرو او تل هڅه کوو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړېکې لا نږدې او په هغه هېواد کې به د مېشتو افغان کډوالو شته ستونزې له اړوندو چارواکو سره شريکې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button