لیکنېمقالی اوتبصرې

خوارج په خپلو بربدونو کې، یوازې مسلمانان هدف ګرځوي

څنګه چې مونږ او تاسو ته له لمر څخه هم زیاته څرګنده/روښانه ده، چې داعشیان د مسلمانانو د ختمولو لپاره د کافرانو د لاس آلې ګرځیدلې دي او همیش کافران غواړي، تر څو د دوی په لاسونو مسلمانانو ته ضربه ورسوي او مسلمانان په یوه نه یوه لار له منځه یوسي، همدا رنګه د دوی/داعشیانو په مټ غواړي، چې په مسلمانانو کې اختلافات پیدا او مسلمان قشر له خپل منځي اتفاق څخه، خپل منځي اختلاف ته ور کش کړي او بیا هیڅ کله هم مسلمانان په خپلو کې سره متحد نه شي او هیڅ کله هم مسلمانان د پیاوړتیا په لوري ګام وانخلي. نه هم د کوم کفري ملک/هیواد په مقابل کې د خپلې بې اتفاقي له امله، خپله زړیدلې توره له کمربند څخه را وباسي.

داعشیان عجیبه مخلوق ده. دوی دعوه د اسلام کوي، مګر کارونه ټول د کافرانو په خوښه تر سره کوي او د دوی/داعشیانو دفاع ته هم همیش کافران راځي، لکه یو څه وخت وړاندې چې په افغانستان کې د اسلامي امارت او د دوی/خوارجو له خوا جګړه وشوه، نو د دوی د بچ کیدلو په خاطر د امریکایانو پیداوار د امریکایانو په امر د امریکایانو د سپیو/خوارجو د بچ کیدا په خاطر له الوتکو سره راغلل او داعشیان یې د جنګ له ساحې څخه انتقال کړل. اوس مونږ دوی ته حیران یو، چې دوی څنګه د دې خبرې دعوه داران دي، ګواکې دوی کافران وژني. آیا دا خبر به یو سالم عقل ومني، چې ته یو څوک وژنې هم او هغوی دې د بچ کولو په خاطر د الوتکو سره د جنګ میدان ته درشي او تا له جنګ څخه خلاص کړي؟ نه! هیڅ کله نه! بلکې داعشیان خو د همدوی/کفارو تربیه شوي ګوډاګیان دي او همیش به د کفارو دفاع ته ژمن وي. دوی/داعشیان همیش د مسلمانانو په مرکزنو بریدونه کوي، لکه څنګه چې یې ابوالیسر محمود عبدالجبار چې د مصر د اسکندر ولایت اوسیدونکی ده، د داعشیانو له لوري د 72 کلونو په عمر د جبهة النصر د مجاهدینو په لور له موټر بم سره یو ځای ولیږل شو، مګر کله چې هلته له چاودیدونکو توکو سره ونیول شو نو خپله قیصه یې داسې بیان کړه. په 2013 کې د ترکیې له لارې سوریې ته د جهاد کولو لپاره راغلم او لومړی په جبل الکرام کې وم او هلته مې 7 میاشتې تیرې کړې. ابوایوب التونسي را ته د برید کولو وړاندیز وکړ او ما هم ورسره ومنله او هدف مې یوازې د الله تعالی رضاء حاصولول وو، مګر په دوی/داعشیانو مې دا شرط ایښی وو، چې زما استشهادي برید به د بشار په ډله وي، مګر دوی راسره غدر وکړ او دلته/د جبهة النصر د مجاهدینو په لور یې راولیږلم او همدارنګه نوموړی د دوی/جبهة النصر مجاهدینو له کړنو څخه ډیر زیات خوښ او راضي وو او په دې هم زیات له الله تعالی څخه خوښ وو، چې له داسې ناوړه برید څخه یې نجات ورکړ. الله دې د داعشیانو پلانونه همیش داسې خنسا لري.

همدارنګه یې ابوالبراء الجوفي د مسلمانانو د ختمولو لپاره لیږلی وو، مګر الله تعالی یې دا کار هم شنډ کړ. نوموړی/ابوالبراء خپله قیصه داسې بیانوي. زه سوریې ته د مسلمانانو د مرستې لپاره راغلم او دلته له اسلامي دولت سره یو ځای شوم او په حلب کې په یوه معسکر کې مقیم شوم. ما غوښتل چې استشهادي برید تر سره کړم. له ډیر انتظار وروسته را ته ابوعمارة العراقي وویل، چې دلته په ادلب کې به د مرتدینو په ځای ستا استشهادي برید تر سره کیږي، مګر نور جزﺉیات یې را نه کړل. کله چې د برید ځای ته پنځه سوه متره لار پاتې وه، نو ماته یې زنګ وکړ او راته ویې ویل، چې هلته د مرتدینو یو کور دی او په هغه به ته برید تر سره کوې، ما ورته په ځواب کې وویل. هلته خو به عام خلک هم وي. مګر دوی/داعشیانو داسې را غبرګه کړه. هلته هیڅ مسلمان نشته، بلکې یوازې مرتدین ژوند کوي. مګر هغه کور په حقیقت کې د جبهة النصر د یوه مشر وو. کله چې کور ته ورسیدو، نو لومړی زمونږ ملګري د واسکټ په توسط په دروازه کې ځان ته انفجار ورکړ او زه کور ته داخل شوم، هلته مې د وړو ماشومانو په ګډون یو سپینږیری هم ولید، چې په ژړغوني اواز سره یې داسې ویل. اې! زه له دوی سره هیڅ تعلق نه لرم، ما مه وژنۍ، زه له عوامو څخه یم، زه هم له ده تیر شوم او بام ته وختم، هلته مې یو څه وخت ډزې وکړې، مګروروسته راته معلومه شوه، چې دا د مسلمانانو کور ده او زه ورته په غدر رالیږل شوی یم، نو مې له دوی څخه د خپلې تسليمۍ غوښتنه وکړه او د دوی/جبهة النصر ډلې شرعي ته مې خپل واسکټ او نور جنګي وسایط وسپارل.

خاکسار پکتیاوال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button