عجیب معلوماتلیکنې

که ټول بدن معلومات ذخيره کولی نو!؟

که ستاسې بدن د معلوماتو د ذخیره کولو وسیله وای، څومره معلومات به یې ذخیره کړي وای؟‎

 

ستاسې DNA او دماغ ستاسې په بدن کي د معلوماتو د ذخیره کولو دوه لومړني وسیلې دي، چې هر یو یې د معلوماتو د ذخیره کولو ځانګړې اندازه لري؛ خو د دواړو د ذخیره کولو له توان څخه که خبر شئ حیران به شئ.

یو ګرام DNA کولای شي چې ۲۱۵ پیټا بایټه معلومات ذخیره کړي چې له ۲،۱۵۰،۰۰۰ ملیون جي بي سره سمون خوري.

که په ساده ډول ووایو د DNA په مرسته کولای شو د ټولې نړۍ معلومات په ېوه خونه کې ذخیره کړو.

په منځني ډول د هر انسان حجرې ۲۵۰ ګرام DNA لري؛ نو ستاسې په بدن کي موجود DNA کولی شي ۵۳،۷۵۰،۰۰۰،۰۰۰ جي بي معلومات ذخیره کړي. بل طرف ته ستاسې دماغ چې نږدې ۱ پیټا بایټ معلومات ذخیره کولای شي چې له ۱،۰۰۰،۰۰۰ ملیون جي بي سره سمون خوري ذخیره کولای شي.

ستاسې دماغ د DNA په پرتله د معلومات د ذخیره کولو له مخي ډېر کوچنی ده نو همدا دلیل ده چې زاړه معلومات باید پاک تر څو نورو معلوماتو ته د ذخیره کېدو ځای پیدا شي؛ خو ستاسې DNA کولای شي د نورو معلوماتو د ذخیره کولو لپاره خپل د ذخیره کولو توان نور هم زیات کړي. ستاسې دماغ او DNA په ګډه سره کولای شي چې ۵۳،۷۵۱،۰۰۰،۰۰۰ جې بې معلومات ذخیره کړي.

اوس په نړۍ کې د معلومات د ذخیره کولو لوړ توان لرونکی کمپیوټر Sunway TaihLight ده چې يوې چینایي کمپنۍ تولید کړی؛ چې تر ۲۰ پیټا بایټه معلوماتو د ذخیره کولو توان لري چې ۲۰،۰۰۰،۰۰۰ جي بي سره سمون خوري؛ خو دا تنها(۰.۰۴٪) د هغو معلوماتو کېږي چې ستاسې بدن یې ذخیره کولای شي.

پورته معلوماتو ته په کتو سره ویلی شو چې ۲۵۰۰ Sunway Taihulight کمپیوټرونه چې د ذخیره کولو تر ټولو لوړ توان لري ستاسې د بدن د ذخیره کولو له توان سره برابر دی.

ډاکټر زاهد نايل

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *