شعرونه
خپل اصل مه هیروئ
څــومره له وېرې او له خـوفه ډک دی
تــور قــبرستان لـه یـــــاده و نه بـاسې
مشــره چــوکۍ دې مــبارک وي درتــه
خــو يتـيمـان لــه یــاده ونــه بــــاسې
د اروپــا پــر تکــل تلـلــیه ځـــوانــه!
افــغانســـتان لـه یـــاده و نــه بـــاسې
عصـري تعـلیم زده کــول ډېر اړیـن دی
خــو پاک قــرآن لــه یــاده و نه باسـې
د څــه لــپاره یـــې دنـیا پــرېـښـــوده
هـغه یــاران له یـاده و نـــه بـــاســـې
ای د پســـرلي پــه هـوا مستـه ځــوانه!
بــاد د خــزان لــه یاده و نـــه باســـې
ځــیرکه! ډېــر پــر دنـیا مــه نـازېــږه
ژونــد د عقــبا لـه یـــاده و نــه بــاسي
رقیب الله ځیرک