شعرونه
غزل
وي دې همداسې دایمي نظام دې نه ړنګیږي
ربه! دا ښکلی اسلامي نظام دې نه ړنګیږي
شي دې ړانده څوک یې چې هڅې د تخریب کوي
همېش حاکم دې رب لري نظام دې نه ړنګیږي
دې ته سپېڅلې له شمېر وتې قربانۍ شوې دي
آرمان د هر شهید لالي، نظام دې نه ړنګیږي
دا به أقصیٰ ازادوي ځکه په پل روان دی
د أیوبي او د زَنګي، نظام دې نه ړنګیږي
جوړ یې دی فوځ د استشهاد له مبارکو ستورو
شیطانان وژني نې پرېږدي، نظام دې نه ړنګیږي
نسیم منصوره! په جهان کې دې لا وځلیږي
وي دې اباد تل أبدي نظام دې نه ړنګیږي
نسیم منصور