دینې لیکنېلیکنې

دروژې په مبارکه میاشت کې د زکات په ورکولو خپل مالونه پاک او د بیوزلو لاسنیوی وکړئ!

موږ ټول الحمدلله په دې پوهیږو چې قرآنکریم د الله تعالی کلام دی او حدیث د حضرت محمد(صلی الله علیه وسلم) قول، فعل او تقریر(د یوکار لیدل او پرې چوپ پاتی کېدل) دي. له قرآنکریم او نبوي احادیثو څخه د شرعي حکم اخیستنه د مجتهدینو دنده ده، مجتهدینو ته فقهاء وایي نو د فقهی علم هغه علم دی چې له شرعي احکامو څخه بحث کوي کوم چې قرآنکریم او نبوي احادیثو څخه استنباط شوی وي یا په بل عبارت هغه علم دی چې له فرایضو، واجباتو، سنتو، حلالو، حرامو، حقوقو او ادابو څخه بحث کوي، بناً د فقهی علم د خپل ځان، خالق، کورنۍ، ټولنې په وړاندې زمونږ حقوق او دندې ټاکلي او د عباداتو احکام یې راته بیان کړي دي اوس د زکات د احکامو په اړوند چې د اسلام د پنځه بناوو په څلورم رکن کې ځای لري یو څه رڼا اچول واقعآ دهېوادوالو دمعلوماتو په بډاینه کې غوره ګڼل کیږي.

د زکات تعریف: زکات په لغت کې د پاکي په معنا دی او په شریعت کې د ټاکلي مال (نصاب) څخه ټاکلیو اشخاصو ته د نیت د لرلو سره د مال یوې ټاکلې برخې ورکولو ته زکات وایي. زکات د اسلام د پنځو بناوو څخه یوه بنا ده او د شرطونو د موجودیت په وخت کې پرمسلمان باندې فرض کېږي، زکات د قرآنکریم په آیاتونو او نبوي احادیثو سره فرض شوی دی په چا چې فرض وي نو د هغه په نه ادا کولو گنهگار او له فرضیت څخه یې منکر کافر دی، زکات سربیره پردې چې دالله تعالی د امر پرځای کول دي لاندې گټې هم لري:

– د فقیرانو اړتیاوی پوره کېږي.

ــ د اسلامي ورورولي اړیکې پیاوړې کوي.

ــ له اړو کسانو څخه د نا امیدي احساس لری کوي.

ــ د فساد، غلا او د بل په مال د تجاوز مخنیوی کوي.

ـ په مال کې خیر او برکت پیدا کوي.

ــ د آخرت اجر او ثواب یې هم لویه گټه ده.

ــ کومه شبهه چې مال د لاس ته راوړلو په وخت کې په مال باندې پیداشوې وي له منځه وړي.

دزکات دفرضیت شرطونه:

زکات دلاندې شرطونودموجودیت په وخت کې په مسلمان باندې فرض کېږي:

۱ – اسلام. ۲- عقل. ۳- بلوغ. ۴ـ حریت(آزادي). ۵- نصاب. ۶- د مالک کامل ملکېت کې په مال پوره یو قمري کال تیریدل. ۷- مال یې له ضروري اړتیاو څخه زیات وي او پورور باندې نه وي. ۸- په دې موده کې د مال څخه د گټې اخیستلو امکان.

د پورتنیو شرطونو په پام کې نیولو سره زکات په کافر، لیوني واړه هلک اوغلام باندې نه قرض کېږي او هم په هغه چاچې د نصاب مالک نه وي فرض نه دی او هم په هغه کال کې چې پوره یو کال د مالک په ملکېت که نه وي، زکات نه فرض کېږي هغه څوک چې زکات اخلي لازمه نه ده چې په دې پوه وي چې د زکات مال ورته ورکول کېږي.

دزکات نصاب: دزکات نصاب هغه معینې اندازې مال ته وایي چې شریعت دزکات فرضیت لپاره ټاکلی وي نو کله چې مالونه د نوعیت (جنس) په لحاظ متفاوت دي د زکات د فرضیت نصاب یې هم متفاوت دی.

د سپینو زرو نصاب: د سپینو زرو د نصاب اندازه دوه سوه درهمه ده چې د وزن په لحاظ یو سل او څلویښت(۱۴۰) گرامه سره مساوي دی، کېږي یعنې کله چې یو شخص دوه سوه شرعي درهم چې وزن یې یو سل او څلویښت مثقاله چې د(۵۹۴) گرامه سره مساوي دی ولري او یو کال دده په ملکېت کې ورباندې تیر شي په هغه کې پنځه درهمه یا د هغه قیمت(بیه) زکات ورکول کېږي او له پورتني نصاب څه په لږو سپینو زرو کې زکات نشته، کله چې سپین زر له دوه سوه درهم څخه زیات شي د هر څلویښتو درهمو څخه یو درهم زکات لازم دی د مثال په توگه: له دوه سوه درهمو څخه پنځه درهمه، له دوه سوه او څلویښت درهمو څخه شپږ درهمه زکات ورکول کېږي.

د سرو زرو د زکات نصاب: د سرو زرو د زکات نصاب شل(۲۰) مثقاله سره زر دی چې د (۸۵) گرامو سره مساوي دی یعنې که سره زر له سلو مثقالو څخه چې(۸۵) گرامه کېږي کم وي زکات په کې فرض نه دی او په شل مثقاله سرو زرو کې چې یو کال د مالک په ملکېت کې ورباندې تیر شي نیم مثقال(۱۲۵،۲) گرامه سره زر یا د هغه قیمت زکات دی کله چې سره زر له سلو مثقالو زیات شي په هر څلورو(۴) مثقالونو کې دوه قراطه(یومثقال)(۲۵،۴) گرامو څخه عبارت دی، او یو مثقال(۲۰) شل قراطه دی او یو قراط (۲۱۲۵،۰) گرامه کېږي، نو زکات یې (۴۲۵۰،۰) گرامه سره زر زکات دی، که چېرې شخص سره زر او سپین زر دواړه ولري یویې هم په یوازی توگه نصاب ته نه رسیږي باید دواړه قیمت شي د سرور زرو او سپینو زرو هر یو نصاب یې چې پوره کاوه له هغه نصاب څخه دې زکات ورکړي.

د نغدو پیسو او تجارتي مالونو زکات:

د تجارتي مالونو زکات: په تجارتي مالونو کې چې قیمت یې د سرو یا سپینو زرو نصاب سره برابروي زکات قرض دی، همداراز که یو شخص سره زر، سپین زر او تجارتي مالونه ولري او د درې واړو قمیت د سرویا سپینو زرو نصاب ته ورسیږي زکات په کې فرض دی که چېرې د تجارتي مالونو نصاب د کال په اول او آخر کې تکمیل وي ولې د کال په نیمایي کې نصاب څخه لږ وي د کال آخر ته اعتبار ورکول کېږي.

د نغدو پیسو نصاب: په مروجو نغدو پیسو کې چې د سرو یا سپينو زرو نصاب ته رسیدلی وي زکات فرض دی، نغدې پیسې هم د سرو او سپینو زرو سره جمع کېږي که چېرې یې د سرو او سپینو زرو نصاب پوره کاوه زکات په کې فرض دی، د سرو زرو، سپینو زرو او تجارتي مالونو په زکات ورکولو کې د مروجو پيسو ورکول جواز لري.

د څارویو د زکات لومړنی نصاب:

د څارویو(حیواناتو) له جملې څخه یوازې په څلور(۴) ډوله څارویو کې چې د کال زیاته برخه په صحراکې وڅري او ټاکلي نصاب ته ورسیږي زکات په لاندې ډول فرض دی.

۱- د اوښانو نصاب پنځه(۵) څرنده اوښان دي چې زکات یې یوه پسه یا دهغه قیمت دی، له پنځو په کمو اوښانو کې زکات نشته.

۲- په دیرشو(۳۰) څرنده غوایانو او میښو کې زکات یو کلن خوسی یا دهغه قیمت دی او له هغه څخه په کمو کې زکات نشته.

۳- په څلویښتو(۴۰) څرنده پسونو کې زکات یو پسه یا دهغه قیمت دی که تر څلویښتو لږ وي زکات نه لري. آسونه خاص نصاب نه لري بلکې هغه آسونه چې په صحرا کې څري نو څښتن یې اختیار لري چې دهر آس څخه یو دینار ورکړي یا دا چې ټول آسونه قیمت کړي او له هرو دووسو(۲۰۰) درهمو څه پنځه(۵) درهمه زکات ورکړي.

د غلو دانو او میوو زکات: د ځمکې حاصل دانې او میوې ټاکلی نصاب نه لري، همداراز د کال تیریدل په کې شرط نه دی او په لاندې ډول سره یې زکات ورکول کېږي:

۱- که چېرې ځمکه د باران یا جاري اوبو لکه د ویالو او یا رودونو اوبو خړوبوله نو د ځمکې د حاصل زکات یې عشر(لسمه) برخه دی.

۲- که چېرې ځمکه په ماشین، ارهټ او نورو داسې وسیلو چې د انسان یا څاروي تکلیف غواړي اوبه کېږي، یا مصرف ته ضرورت لري په هغه کې نصف عشر(یوپه شلو) کې زکات لازمیږي.

په دې هم باید پوه شئ چې د ځمکې د حاصلاتو په ذات کې د مالک عقل او بلوغ شرط نه دی، بلکې د صغیر او لیوني څخه هم اخیستل کېږي که چېرې د ځمکې څښتن مسلمان نه وي، اسلامي دولت دنده لري چې د ځمکې په کافر څښتن باندې خراج کېږدي، خراج هغه ټاکلی حق دی چې اسلامي دولت یې د هغې ځمکې د حاصل څخه اخلي چې مالک یې مسلمان نه وي او اسلامي دولت دا هم حق لري چې په هغو ځمکو چې څښتن یې نه کري خراج وټاکي.

د زکات د مصرف ځایونه: د زکات مال په لاندې ځایونو کې مصرفیږي:

ـ فقیران: یعنې هغه کسان چې دهغوئ ټول مال د هغوئ له اصلي ضرورته پرته یوه نصاب ته هم نه رسیږي.

ـ مساکېن: هغه خلک دي چې هیڅ شی نه لري.

ـ عاملین: هغه اشخاص چې اسلامي دولت د زکات راټولولو لپاره ټاکلي وي، او نور معاش ونه لري.

ـ مولفه القلوب: هغه خلک دي چې له اسلام سره د دوئ د مینې پیدا کېدو مطلب وي.

ـ مریان(غلامان): هغه کسان دي چې د خپل آزادي د لاس ته راوړلو لپاره مال ته صرورت لري.

ـ پوروړي(قرضداران): هغه کسان دي چې لاس ته راوړنه یې د قرض څخه لږه وي او د قرض(پور) لپاره کوم مالي مدرک ونه لري.

ـ ابن سبیل: هغه مسافر چې مال ونه لري او یایې خپل مال ته لاس نه رسیږي.

ـ فی سبیل الله: هغه خلک دي چې د الله په لاره کې دي، لکه مجاهدین او د دیني علومو زده کوونکي چې مرستې ته اړتیا لري.

او درب العالمین رښتینو بنده ګانو! تاسو چې د یوه ټاکلي نصاب خاوندان یاست کوښښ وکړئ چې دخپل د مال زکات په صحي طریقه مستحقو کسانوته ورکړئ تر څو هم بیوزلو هیوادوالو سره یو څه بسپنه وشي او هم د زکات له امله ستاسو د مال د پاکي او صفایي سبب وگرځي او له بله پلوه ستاسو په مالونو کې د برکت سبب هم شي، دغه راز اړینه ده هغه کسانو ته چې تر اوسه یې د خپل د مال زکات نه وي ادا کړی هڅه دې وکړي چې دروژې په مبارکه میاشت کې خپل زکات مسکېنانو او بیوزلو خلکو ته ورکړي ترهغوچې له دې امله هم بې شمیره اجرونه او ثوابونه یې ور په برخه شي.

شاه محمود درویش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button