دینې لیکنېلیکنې

روژه او اخلاص

په دې خاطر چي په روژه کي عبادات ډېر تر سره کيږي او په عباداتو کي هم اساسي شی اخلاص دی نو راځئ اخلاص او د هغه فايدې و پېژنو!

اخلاص دا دی چي ته يواځي او يواځي د الله تعالی عبادت او طاعت وکړې. اخلاص دا دی چي خپل ټول کارونه د مخلوقاتو حتی د خپل ځان د ملاحظې څخه هم پاک کړې.اخلاص دا دی چي ستا ظاهر او باطن سره يو ډول وي.اخلاص دا دی چي د الله پاک په دوامداره ذکر او ياد باندي خلګو ته کتل او د هغو لحاظ کول هېر کړې.فضيل رحمه الله فرمايلي دي:د خلګو لپاره د يو کار پرېښودل رياء ده، د خلګو لپاره د يو کار کول شرک دی او د دواړو څخه د ځان ساتل اخلاص دی.جيند رحمه الله فرمايي: اخلاص يو راز دی د الله او بنده تر مابين، ملائکه نه ده په خبره چي ويې ليکي، شيطان نه دی په خبر چي فاسد يې کړي او د انسان نفسي اشتياق نه دی په خبر چي دده څخه يې واړوي.سهل رحمه الله ته وويل سوه: پر نفس باندي څه شی ډېر سخت دی؟ ده ورته وويل: اخلاص. ځکه چي په اخلاص کي نفس هيڅ ونډه نه لري.ځيني وايي: اخلاص دېته ويل کيږي چي ته پر خپل عمل باندي بېله الله بل هيڅوک شاهد ونه نيسې او بې له الله د هيچا څخه د اجرت غوښتنه هم ونه کړې.مکحول رحمه الله ويلي دي: څوک چي څلوېښت ورځي اخلاص وکړي نو د حکمت چينې به يې د زړه څخه پر ژبه باندي جاري سي.ابو سليمان داراني رحمه الله ويلي دي: انسان چي کله اخلاص وکړي نو وسوسې او رياء ورڅخه ليري کيږي.

هروي رحمه الله ويلي دي: اخلاص دا دی چي ته خپل عمل د هر عيب او نفسي غوښتني څخه پاک وساتې: لکه د خلګو په زړونو کي د محبوبيت پيدا کېدلو غوښتنه. دا چي خلګ يې ستاينه وکړي او بد يې ونه وايي، خلګ يې تعظيم او احترام وکړي، د خلګو څخه د مال غوښتنه لري، د خلګو څخه د خدمت او محبت غوښتنه لري او داسي نور هغه منفي شيان چي د عمل کولو په وخت کي د نفس په واسطه د انسان ذهن ته راځي.

صدق او صداقت دا دی چي په کار کي د خپل نفس هيڅ لحاظ ونه ساتې.

مخلص رياء نه لري او صادق تکبر نه لري.

اخلاص په صدق باندي پوره کيږي او صدق په اخلاص باندي او دواړه بيا په صبر باندي.

رياء دا ده چي د انسان ظاهره تر باطن ښايسته وي.صدق په اخلاص کي دا دی چي باطن د انسان تر ظاهر آباد او ودان وي.

څوک چي د خلګو لپاره ځان په داسي شيانو باندي ښايسته کوي چي هغه په ده کي نه وي نو د الله پاک د اعتبار څخه به ولوېږي.

د اخلاص فايدې:

۱ – اخلاص د اعمالو او اقوالو په قبلېدلو کي پايه او اساس دی.

۲ – اخلاص د دعاء د قبلېدلو لپاره پايه او اساس دی.

۳ – په اخلاص باندي د انسان مرتبه په دنيا او آخرت کي لوړېږي.

۴ – په اخلاص باندي انسان د وسوسو او وهمونو څخه ساتل کيږي.

۵ – په اخلاص باندي بنده د غير الله د بندګۍ څخه آزاديږي.

۶ – په اخلاص باندي ټولنيز ارتباطات قوي کيږي او د الله پاک نصرت د امت په برخه کيږي.

۷ – په اخلاص باندي دنيوي سختۍ آسانه کيږي.

۸ – په اخلاص باندي د انسان زړه ته اطمينان راځي او دی احساس د خوشالۍ او نيکمرغۍ کوي.

۹ – په اخلاص باندي د انسان ايمان قوي کيږي او دګناه او سرکښۍ څخه يې په زړه کي نفرت پيدا کيږي.

۱۰ – په اخلاص باندي د مصيبتونو په مقابل کي د انسان اراده او عزم قوي کيږي.

۱۱ – په اخلاص باندي انسان په دنيا او آخرت کي پوره امن او لارښونه لاس راوړلای سي.

منبع: طريقة لخدمة الدين

ژباړه او توضیح: مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *