بېلابېلې لیکنېلیکنې

له ايران سره د سوداګريزې راکړې ورکړې د ډېرېدو هڅې

وحيدالله – هڅاند

له پاکستان سره په سوداګرۍ کې پر ستونزو سربېره، چې په ټرانزيټ کې يې له خپلو بندرونو افغانستان ته لاسرسی محدود کړی اوس افغانستان د چابهار بندر؛ له ايران سره د راکړې ورکړې سربېره له منځنۍ اسيا سره د وصلېدو لپاره ښه بديل موندلی دی. هر کال د پاکستان د ټرانزيټي لارو د بيا بيا بندېدو او د افغان سوداګرو د وارداتو او صادراتو په لار کې خنډونه د دې سبب شول،چې اسلامي امارت د ايران د چابهار بندر ته پام واړوي او په دې وروستيو کې هڅه داوه، چې د افغان سوداګرو د نه زيانمنېدو او پر يوې ټرانزيټي لارې د نه اتکا کولو لپاره د ايران د چهابهار بندر ظرفيتونه  لوړ کړل شي.تازه د کابل او تهران ترمنځ د سوداګرۍ د پراختيا او چابهار له لارې د ټرانزيټ د پياوړتيا لپاره هر اړخيز بحث او د نظرونو تبادله شوې  او د ټرانزيټ د پياوړتيا، اړينو اسانتياوو، د بيو راټيټول، په چابهار کې د ټاکل شويو ځمکو د قطعاتو د بيو نهايي کول، له چابهاره د ټرانزيټي مالونو د امتيازي او اختصاصي لارې ټاکل او د چابهار په لاره کې د سړکونو او اوسپنې پټلۍ د امکاناتو او اسانتياوو برابرول، د چاه بهار له لارې د ټرانزيټي محدوديتونو له منځه وړل او ټرانزيټي تمځايونه مطرح شوي دي ، افغانستان به له دې لارې وتوانېږي په کم وخت او کمه بيه دسوداګرۍټرانزيټ ترسره کړي، ځکه د افغانستان لپاره چابهار هم د لګښتونو او هم د وخت له مخې ګټور تمامېږي، چې له دې لارې ټرانزيټ موږ ته په ټيټه بيه تمامېږي،واردات او صادرات به په کم وخت کې ترسره کېږي او ترڅنګ يې موږ کولی شو چې له هندوستان سره هم وصل شو.چابهار بندر د ايران په سوېل ختيځ ايالت سيستان – بلوچستان کې پروت دی. د ستراتېژيک موقعيت له مخې دغه بندر د عمان خليج پر غاړه، د هرمُز تنګي ته نږدې او د هند سمندر يوه برخه ده، چې کابو ۱۴زره هکتاره مساحت او د لويو بېړيو چلېدنې او لنګر اچونې ښه وړتيا لري.دغه بندر اوسمهال په اوسط ډول په کال کې د ۲،۵ ميليون ټنه بار پورته کولو او خالي کولو وړتيا لري او د ايران حکومت هڅه کوي، د دغه بندر ظرفیت په کلني ډول ۱۲،۵ ميليون ټنو ته لوړ کړي. د دې ترڅنګ ايران له دغه ښار څخه د افغانستان تر پولې پورې د سړکونو او رېل کرښو جوړونې په ډګر کې هم ډېر کار کړی او همدا راز د سيمې نور هېوادونه هم هڅوي، څو په دغه برخه کې پانګونه وکړي.په چابهار بندر کې درې داسې هېوادونه راټول دي، چې له پاکستان سره په يو نه يو ډول ستونزې لري، چې يو له  هغو افغانستان دی، چې له تېرو څو لسيزو راهيسې له نړۍ سره د خپلې سوداګرۍ لپاره پر پاکستان متکي و،خو پاکستان بيا د افغانستان له دغې مجبورۍ څخه د سياسي فشار د آلې په توګه کار اخيست، په بل اړخ کې، د هند او پاکستان دوديز رقابت او دښمني ده، چې له امله يې پاکستان تل هڅه کړې، د هند او افغانستان ترمنځ خنډونه او ستونزې رامنځ ته کړي،ځکه اسلام‌آباد نه غواړي له افغانستان سره د ډيورنډ د لاينحل قضيې له امله، د کابل او ډهلي اېتلاف په خپلو سترګو وويني.لنډه داچې ياد بندر د افغانانو لپاره ښه زيری دی، ځکه افغان سوداګر  له دې  لارې ډېرې ګټې ترلاسه کوي، له ټولو مهمه يې دا چې افغان سوداګر پر پاکستان له تکيې خلاصوي او هغه مالونه چې کراچۍ يا تورخم بندر کې د پاکستاني چارواکو له لوري وخت نا وخت په يوه او بله پلمه بندېدل او د تګ راتګ اجازه به نه ورکول کېده، دغه مهمه ستونزه به اوس چابهار حلوي. بله ګټه يې دا ده چې افغان سوداګر د چابهار له لارې د اروپا، منځنۍ اسيا، چين او هند مارکېټونو ته لاسرسی مومي. پاکستان هر وخت له خپلې خاورې افغان مالونو ته هند ته د تېرېدو په مخکې خنډونه جوړوي،خو چابهار کولی شي دغه ستونزه په اسانۍ حل کړي.چابهار بندر د افغانستان په شمول مرکزي اسيايي هېوادونه ته ارزښت لري او په وچه کې راګير هېوادونه بايد د مختلفو هېوادونو له  لارې بندرونو ته لار پيدا کړي يواځې په پاکستان باندې تکيه ونه کړي او پر بديلو لارو کار وشي،افغانستان چې د نړۍ په کچه په وچه کې راګير دی، د سوداګرۍ تکيه يې تر ډېره پر پاکستان وه، خو پاکستان د ښه ګاونډيتوب له امله تر ډېره له افغان سوداګرو سره هېڅ سم  چلند نه دی کړی او وخت  ناوخت يې د دوی پر وړاندې ستونزې رامنځته کړي دي، همدا لامل دی،چې د ايران چابهار له لارې سوداګرۍ ته د پراختيا ورکولو هڅې زياتې شوې او څو مياشتې وړاندې د اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوي له ايراني لوري سره يو لړ هوکړه ليکونه لاسليک کړل او له ايران سره به سوداګريزه راکړه ورکړه لس ميليارد ډالرو ته ورسوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button