افغانستان
پنجشېر کې کان کیندونکي ژوبل شوي
د پنجشېر ولایت په یوه کان کې د ګازډبې چاودنه شوې د پنجشېر امنیتي چاروکو ویلي، چې د دې ولایت د لومړۍ حصې ولسوالۍ د سفید چهر په اړوند سیمه کې پر کانکېندونکیو د ګاز ډبې چاودنه شوې ده. د پنجشېر ولایت امنیه قومندانۍ زیاته کړې: د دې پېښې له کبله څلور کسان سوځېدلي دي، چې د عامې روغتيا رياست د روغتيايي ډلې له لورې مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.