تاریخ او جغرافیهلیکنې

باطلې ډلې ټپلې، قادیانیت (قادیانیزم)

پېژندنه:

قادیانیت یو داسې غورځنګ دی چې د انګلیسي ښکیلاک په واسطه د هند په نیمه لویه وچه کې جوړ شوی، څو مسلمانان له خپل دین او په ځانګړي ډول د جهاد له فریضې څخه لرې کړي، چې له ښکیلاکګرو سره د اسلام په نوم مخامخ نشي. او د دې حرکت د حال ژبه یوه مجله وه چې په انګلیسي ژبه خپرېده.

تاسیس او مشهور اشخاص:

میرزا غلام احمد قادیانی: (۱۸۳۹ ــ ۱۹۰۸ز) د یاد خوځښت بنسټګر و، چې د هند په پنجاب د قادیان په کلي کې ژوکړی دی. هغه یوې داسې کورنۍ ته منسوب دی چې له دین او وطن سره په خیانت باندې مشهوره وه، همدارنګه میرزا غلام احمد استعمار ته وفادار او په هر حال کې د هغو اطاعت کوونکی و. نو هغه د اساسي کار لپاره غوره کړل شو، تر څو د ده خواوشا مسلمانان راغونډ او له جهاده یې بوخت وساتي (یعنی د انګلیسي استعمار پر وړاندې و نه دریږي.)

انګلیسي استعمار پر یاده کورنۍ ډېر احسانات او لورینې کړې وې؛ ځکه خو یادې کورنۍ د دوستۍ تارونه ورسره وغځول او دوستي یې ورسره برالا کړه. میرزا د خپلو پیروانو ترمنځ د ګډ وډ مزاج خاوند، په ډېرو مرضو او د نشه يي توکو په کارولو مشهور و.

د نوموړي د پلیت دعوت پر وړاندې ثناء الله امرتسري ودرېده، مناظره یې ورسره وکړه، د ده دلایل یې ور خنثی او د هغه کفر یې نړیوالو ته څرګند کړ.

میرزا غلام احمد له پنځوسو زیات کتابونه، مجلې او مقالې له خانه وروسته پرېښودلې او په ۱۹۰۸ کې مړ شو.

نورالدین: د قادیانیزم لومړنی خلیفه دی، انګلیسانو د خلافت تاج پر سر ورکېښود، نو مریدانو یې هم متابعت غوره کړ. د نوموړي له تالیفاتو څخه فصل الخطاب.

محمد علي او خواجه کمال الدین: د لاهور د قادیانیت امیر، دا دواړه د قادیانیزم مناظران دي او لومړني د قرآن کریم تحریف شوې ژباړه یې په انګلیسي باندې وکړه؛ خو کمال الدین د (المثل الأعلی فی الانبیاء) په نوم کتاب کښلی دی او نور یې هم لیکلي دي. د لاهور ډله میرزا غلام احمد مجدد ګڼي او بس؛ خو په اصل کې دواړه یو غورځنګ دی.

محمد علي: د لاهور د قادیانې ډلې امیر او د قادیانیت مناظر او د انګلیس جاسوس و.

محمد صادق: دا د قادیانیت مفتي و او خاتم النبیین کتاب یې له تالیفاتو څخه دی.

بشیر احمد:د میرزا زوی او د سیرة المهدي او کلمة الفصل کتابونه یې لیکلي دي.

محمود احمد: د میرزا زوی او دوهم خلیفه دی. د ده له لیکنو څخه انوار المندفة، تحفة الملوک او حقیقة النبوة دي.

ظفر الله خان: نوموړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو، نو هغه د دې ګمراه او بې لارې ډلې لپاره ډېر کار وکړ، د دې ډلې لپاره یې په پنجاب کې د (ربوة) په نوم مرکز ځانګړی کړ او دا نوم یې له قرآني ایته را استعاره کړ: الی ربوة سورة المؤمنون: ۵۰

افکار او عقاید یې:

ــ قادیاني خپل فعالیت د یو مسلمان دعوتګر په څېر پېل کړ، څو خپل شاوخوا ملګري وګوري، بیا یې دعوی وکړه، چې مجدد دی، وروسته یې وویل چې ما ته د الله جل جلاله له خوا الهام کیږي، له دې وروسته یې بل قدم واخیست او ویې ویل چې مهدي منتظر او مسیح موعود دی، ورپسې یې زیاته کړه چې نبي دی او ګومان یې وکړ چې د ده نبوت د محمد صلی الله علیه وسلم له نبوته لوړ او پرمختللی دی.

ــ قادیانیان باور لري، چې الله جل جلاله لمونځ کوي، روژه نیسي، ویده کیږي، لیکل کوي او … تعالی الله عما یقولون .

ــ قادیانی عقیده لري، چې د ده خدای انګریزی دی؛ ځکه له ده سره هغه په انګلیسي خبرې کوي.

ــ قادیانی باور لري، چې نبوت پر محمد صلی الله علیه وسلم نه دی ختم شوی، بلکې جاري دی، الله جل جلاله د اړتیا مطابق رسولان استوي؛ خو غلام احمد له ټولو انبیاؤ څخه غوره دی.

ــ دوی عقیده لري، چې جبرائیل علیه السلام به غلام احمد ته راتللو، وحې یې ورته کوله او هغه الهامونه د قرآن غوندې وو.

ــ دوی وايي: قرآن بس یوازې هغه دی چې مسیح موعود (غلام احمد) راوړی، حدیث هغه (کلام) دی چې د ده د تعلیماتو په رڼا کې وي او نبي د ده تر مشرتابه لاندې وي.

ــ دوی باور لري، چې د دوی کتاب له قرآن کریم پرته رانازل شوی، نوم یې (الکتاب المبین) دی.

ــ دوی عقیده لري چې دوی د نوي خپلواک دین او مستقل شریعت خاوندان او د غلام احمد ملګري د اصحابو کرامو رضی الله عنهم په شان دي.

ــ دوی باور لري، چې قادیان د مدینې او مکې په څېر دی، بلکې له هغو غوره او زمکه یې حرم ده، هغه د دوی قبله او هم د حج اداء کولو ځای دی.

ــ دوی د جهاد د ختمېدلو ناره پورته کړه. او د انګلیسي حکومت د اطاعت غوښتنه یې وکړه، دوی ګومان کوي چې هغو د قرآن کریم د نص مطابق اولوالامر دي.

ــ هر مسلمان د دوی په آند کافر دی، چې قادیانیت یې ومانه، نو بیا له کفره ووت، همداراز دوی وايي، که چا له قادیانانو پرته له بل سره واده وکړه، هغه هم کافر دی.

ــ د دوی په نزد، شراب څښل، افیون کارول او نور نشه ییز څيزونه استعمالول روا دي.

فکري او عقیدوي ريښې:

ــ د سر سید احمد خان تغریبي غورځنګ د قادیانیزم د ظهور لپاره لاره هواره کړه؛ ځکه هغه (غورځنګ) منحرف او کاږه افکاره خپاره کړل.

ــ انګلیس دا شروط او ظروف غنیمت وګڼل او د قادیانیت غورځنګ یې تاسیس او داسې سړی ورته خوښ کړی چې د هغه کورنۍ په غلامۍ کې ښه ډوبه وه.

ــ په ۱۹۵۳ز په پاکستان کې ولسي پاڅون وشو، د بهرنیو چارو وزیر ظفر الله خان د استعفی او د قادیانې ډلې د اقلیت ثابتولو غوښتنه یې کوله، چې غیرمسلمانه وګڼل شي. په دې پاڅون کې لس زره مسلمانان شهیدان شول، له نیکه مرغه د قادیاني وزیر په استعفی ورکولو بریالي شول.

خالد مشعل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *