روغتیالیکنې

روژه د ناروغیو لپاره غوره درملنه ده !

د لوړ فشار لپاره، د معدې د تیزابو لپاره، د هاضمې د ټول نظام لپاره، د زړه د تقویې لپاره، د وینې د کولسترول د کنترول لپاره، د وینې د شوګر د کنترول لپاره، د اعصابو لپاره، د چاغښت د مخنیوي لپاره، د وینې د کمښت لپاره، د سترګو د دید لپاره، د پښتورګو د تقویې لپاره، د فزیو لوجیکي استراحت لپاره، د دماغي سکون لپاره، د سر درد لپاره، د نشه یی توکو د پرېښولو لپاره، په انسان کي د کار حوصله پیدا کوي، د (Serum Bilirubin) سروم بیلیروبین د کنترول لپاره، د مزمنو ناروغیو (Chronic Disease) لپاره، احساسات او جذبات کنترولوي، د ستوني، غوږ او پزې د ناروغیو لپاره، د ینې (ځیګر) د نارغیو لپاره، ټولې پېچلې ناروغۍ(Complicated Diseases) هم ختموي، د انسان د بدن اضافه حجرې له منځه وړي، د انسولينو لپاره، د الرجی (حساسیت) لپاره، د سرطان د کنترول لپاره، د بدن د داخلي زخمونو لپاره، د بدن د زهرو (ټاکسین) لپاره او داسي نورو بې شمېره ناروغیو پوره پوره علاج او درملنه ده.

د روژې په هکله د نړیوالو وتلو ډاکترانو څرګندونې:

ډاکټرډی جکټ (Dr .D .Ject) د روژې په هکله وایي: روژه نیول ټولې ناورغۍ له منځه وړي.

ډاکټر جوزف (Dr. Joseph) د روژې په هکله وایي: روژه ټولو ظاهري او باطني نارغیو ته د پای ټکی ږدي.

پروفيسر افيشن (Professor Afession) وایي: روژه د معدې، ېنې (ځیګر) او د زیات خوراک د کنترول لپاره بهترینه نسخه ده.

پروفيسر ډاکټر ايم۔ ډي کېنيارډProfessor Dr. M.D Kenyard وایي: روژه په واقعیت کې یوه طبي معجزه (Medical Wonder) ده، چي هیڅوک سترګې نه شي ځیني پټولای. پروفيسر کلارک (Professor Klaork) وایي: روژه زما روغتیا، زما ژوند او زما خوښي ده، چي هیڅ چاره ورڅخه نه لرم. پروفيسر سی۔ ايس جونز (Professor C. S Jones) وایي: زما د مشاهداتو او څېړنو مطابق روژه نیول د یوه انسان لپاره اړینه او حیاتی ده، ځکه هر انسان باید کم تر کم په هره میاشت کې روژه ونیسي، که په هره میاشت کې نه وي، نو په دوو میاشتو کې باید د یوې ورځې څخه تر دریو ورځو پورې روژې ونیسي او زما د تجربو پر اساس روژه نیول د هر انسان یوه فطري او طبعي اړتیا او ضرورت دئ.

فرید احمد (مبارز)

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *