بېلابېلې لیکنېلیکنې

د ایران د بیت المقدس داعیه او د صهیونیستي رژیم وحشتونه!

م- عزام

ایران چې د نړۍ په کچه د اسلامي هېوادونو د رهبریت د محراق مدعي دی، په ځینو اسلامي هېوادونو کې د مذهبي تجرد غوښتنې په لفافه کې ګڼ شمېر خیریه، فرهنګي او سیاسي ځالې جوړې کړي، چې ګواکې یو مهال به دوی ته د سدید سنګر په توګه په کار ور شي.
همدا ډول ایران د اسلامي امت په ځانګړې توګه د اسلامپالو بنسټونو د پاملرنې او جلب لپاره د بیت المقدس د آزادۍ داعیه هم په تبلیغاتي ډول ګرمه ساتلې، په دې وروستیو کې هره ورځ په لسګونه فلسطینیان مسلمانان ماشومان، بوډاګان او ښځې په فجیعانه توګه په شهادت رسول کېږي؛ خو د ایران مدعي سیاست یې پر وړاندې صرف د څارګر په توګه رول اداء کړی، آن تر دې چې صهیونیستي رژیم د ایران د تبلیغاتو ځواب هم په ډېر خشونت او بمبارد سره ورکړ.
ایران د اسلامي نړۍ تر ټولو تجرد طلبه او سلطه‌جو هېواد دی، همدا لامل دی، چې سره له عظیم پوځي قدرت او جنګي تجهیزاتو د اسرائيلو پر وړاندې کوم غبرګون نشي ښودلی.
په اسلامي هېوادونو کې د ایران ناکامه او بې مورده مداخلو او د فلسطین موضوع آن دا چې د اسلامې هېوادونو پاملرنه یې هم د فلسطین له ملاتړه اړولې، ځکه چې ایران مستقیمآ د فلسطین په مورد کې سړه جګړه له کلونو پخوا پیل کړې، چې مثبتې پایلې لا هم نه لري.
د اسرائيلو پر وړاندې له هره اړخه ایران مقتدر هېواد دی، خو  ایران له هېڅ غرب ملاتړي هېواد سره مستقیم ټکر نه غواړي او د غیر مستقیم ټکر او غبرګون په اړه هم داسې فکر او غور کوي، چې د جنګ لمن ترې لرې وي او مستقيماً جنګ ته داخل نه شي.
چې دا د ایراني چارواکو او ایراني نظام پالیسي هم ده، ایران له جوړېدو او واک  وروسته په منځني ختيځ او د سيمې په ټولو هېوادونو کې د کړکېچ ځان لپاره تبلیغاتي څانګې فعالوي او د فرهنګي او ساړه جنګ اور ته لمن وهي، تل يې په خړو اوبو کې کبان نیولي او د نورو هېوادونو په جګړو کې يې خپلې ګټې پاللي.
په اویایمه لسیزه کې یې افغانستان کې هم د نفاق او شقاق تنظیمونو ملاتړ وکړ.
په اوسني عصر کې عراق سوریه، یمن او د سيمې یو شمېر هیوادونه یې ښکاره بېلګې ګڼلی شو.
په دې هېوادونو کې یې له امریکا سره د نظامونو په را نسکورولو کې وعده وکړه او د وخت ستر جوړ نظامونه یې په ناټو او امریکا ړنګ کړل او خپل ګوډاګي نظامونه یې رامنځته کړل.
اوس پوښتنه دادی چې ایران او اسرائيل څومره د ټکر او جګړې لپاره لیوالتیا لري او د ګټې اړخ د کوم لوري زیات دی؟
زما په باور اسرائيل اوس په هغه موقف کې نه دي چې له ایران یا کوم بل هېواد سره دې جګړې ته زړه ښه کړي، او د اسرائيلو ملاتړي هېوادونه امريکا او نور غربي هېوادونه هم په شرقي او غربي بلاکونو او قطبونو کې له خپلو سترو ځواکمنو رقیبانو سره په غیر مستقیمه توګه بوخت دي، هر قطب د خپلې اړوند سیمې د ملاتړ او تقویې لپاره هلې ځلې کوي.
امريکا او متحدینو یې درک کړې چې په ډېرو هېوادونو کې یې جګړې د واک او ځواک د کمزوري کېدو لامل ګرځي، ځکه دوی پوهېږي چې اسرائيل په فلسطین کې ناکام دي او هلته تر بې رحمه مرګونو پرته، هېڅ لاسته راوړنه نه لري.
ځکه اوکراین چې د امریکا، ناټو او روسیې ترمنځ د زور او ځواک تر ټولو حساس میدان دی هلته د امریکا او ناټو مرستې اوکراین ته نجات ور نکړ بلکې روسیه په قوت سره مخ پر وړاندې روانه ده او امریکا خپل دښمن د بریا په درشل کې ګوري.
خو اوس مهمه دا ده چې څوک د لوبې ګټونکی او څوک بایلونکی دی، سیاسي وضعيت د چا په ګټه تمامېدای شي او د سیاست په برخه کې څوک وړاندې تګ کولای شي؟
په اوسنیو شرایطو کې اسرائیل هم دومره سیک نه لري چې د فلسطین د جګړې تر څنګ دې بلې نوې جګړې ته داخل شي او دا چې څرنګه یې د ایران په استازولۍ برید وکړ دا نو بیا اسرائیل پوهېږي چې ایران مخامخ جګړه نه شي کولای او اوس چې نیابتي جګړه کې وي ممکن له هغې څخه هم ډ ډه وکړي.
او د ایران په استازولۍ برید هم ممکن د امريکا په هدایت شوی وي او دا له دې امله چې ایران له هغو بنسټونو سره مرستې وځنډوي چې له اسرائیلو سره په مستقیم او غيرې مستقیم ډول جګړه کوي.
اوس به د اسرائيلو او ایران ترمنځ  امریکا منځګړیتوب کوي له یوې خوابه ایران د اسرائيلو له جګړې ویروي او له بلې خوا به ایران هڅوي چې د اسرائيلو سره د جګړه کوونکو جريانونو څخه د ملاتړ لاس واخلي.
فکر کوم امریکا په دې سیاست کې بریالی هم ده، او اوس يې د اسرائيلو په ګټه په ایران فشار هم وارد کړی، چې په اسرائيلو برید ونه کړي او منتظر شي، خو که ایران اسرائیلو ته بالمثل ځواب ور نه کړي په سیاسي برخه کې به یې خپل صلابت له زیان سره مخ کړی وي.
همدا وجه ده چې د ایران د بهرینو چارو وزارت وزير تیره ورځ رسنیو ته په خبرو کې وويل چې دوی امریکا ته ډاډ ورکړی چې په اسرائيلو به برید نه کوي او داسې مناسب وخت ته به انتظار کوي چې داسې غبرګون وښيې چې د لوی ټکر او جګړې لامل نه شي.
معنا دا چې د امريکا سیاست په بریالیتوب سره ایران حیثیت او سیاسي اتوریته تاواني کړه او ایران اوس د یو ضعیف او ناتوانه هېواد په توګه د امریکا په لومو کې ښکیل شو.
ایران تل د خپلو غلطو سیاستونو قرباني شوی او هیڅکله ثابت دریځ چې واک او حیثیت ته یې ګټور تمام شي نه دی نیولی او همدا لامل دی چې سیاست یې تل ناکام او له سیاسي شعور څخه پاتې  اعظمي ګټه یې نه ده پورته کړې.
ایران که غواړي خپل حیثیت پر ځای کړي، د سيمې د هېوادونو با صلاحیته اجماع دې رامنځته کړي او په عاجله توګه دې مناسب غبرګون، چې اسرائيل  او امریکا پوه شي چې ایران یو څه کولای شي او د خپل هېواد او خلکو د دفاع په لاره کې هیڅ تنزل نه کوي.
١٤٤٥\شوال\٣

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *