افغانستان

هرات کې د کیمیاوي سرې  تولیدي کارخونه جوړه شوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال او د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د یو ملي سوداګر له لوري د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د کیمیاوي سرې د تولید کارخونه جوړه شوې، چې په ۲۴ ساعتونو کې له ۲۰ څخه تر ۲۵ ټنه کیمیاوي سرې د تولید وړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت مشرتابه د سوداګریزو فعالیتونو د زیاتوالي په موخه په یاد ولایت کې ۵۰ زره هکتاره ځمکه د صنعتي ښارګوټي د جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.

ورته مهال د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي پیرمحمد حلیمي د یادې کارخونې په فعالیت خوښي څرګنده کړې او له بزګرانو یې غوښتي چې له کورني تولیداتو څخه ګټه واخلي.

د یادونې وړ ده، چې په دغه شرکت کې هیومیک اسید، کلسیم نایټریټ، ګراپ مکس، سبست او په نړیوالو معیارونو پوډري کیمیاوي سرې توليدېږي، چې بزګران کولای شي د کرنې د ودې په خاطر ترې استفاده وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *