دینې لیکنېلیکنې

په روژه کې شیطانان تړل شوي، نو مسلمانان ولې ګناه کوي!؟

بخاري او مسلم د روژې په مبارکه میاشت کې د شیطان د تړل کېدو په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو حدیث رانقل کړی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: إذا دخل رمضان فتحت ابواب الجنة وغلقت ابواب جهنم وسلسلت الشياطين. یعنې کله چې د روژې میاشت راشي، نو د جنت دراوزې پرانیستل کېږي او د دوزخ دروازې تړل کېږي او شیطانان په زنځیرونو باندې تړل کېږي. مګر دلته زیاتره خلکو ته یوه پوښتنه پیدا کېږي، چې سره له دې شیطانان تړل کېږي، نو بیا ولې موږ ګناه کوو!؟

کله چې شیطان د الله سبحانه و تعالی اطاعت ونه کړ او ورټل شو. نو ده له الله سبحانه و تعالی څخه غوښتنه وکړه چې د قیامت تر ورځې پورې وخت ورکړي، څو انسانان ګمراه کړي. الله سبحانه و تعالی وخت ورکړ او ورته ویې ویل چې ته کولی شي انسانانو ته له هرې خوا راشې او دوی ته فریب ورکړې، دوی ته دروغجنې وعدې ورکړې او په اصطلاح سره او شنه باغونه ورته شنه کړې. مګر ته نه شې کولی چې انسانان په زور او جبر ګمراه او له مستقیمې لارې یې کاږه کړې، چې دغه مفهوم د حجر د سورې له له (۳۰) آیت څخه تر (۴۳) آیت پورې مفصل بیان شوی دی. نو اصلي خبره دا ده چې شیطان په زور او جبر باندې نه څوک ګمراه کولی شي او نه ورباندې ګناه کولی شي، بلکې شیطانان انسانان ګناه کولو ته تشویقوي او هڅوي. نو انسانان د شیطانانو لخوا په بیا بیا تشویق او هڅونې سره ګناه کوي او بالاخره یوه ګناه او یا څو ګناوې د یوه انسان په نفسیه او عادت باندې بدلېږي او په پایله کې شیطان دا اړتیا نه ویني چې دا انسان ورته ګناه ته تشویق کړي، بلکې انسان هغه ګناهونه د خپل عادت پر بنسټ په ځلونو ځلونو سرته رسوي. په پایله کې یوه یا څو ګناهونه د انسان په عادت باندې بدلېږي او یو انسان په خپل کنټرول کې نیسي.

نو کله چې یو مسلمان په روژه کې کومه ګناه کوي، دا ګناه د نوموړي مسلمان له عادت څخه سرچینه اخلي، نه د شیطان له تشویق او هڅونې. ځکه شیطان تړل شوی دی او مسلمان ګناهونو ته نه شي تشویق کولی. له همدې امله د رمضان المبارک میاشت د الله سبحانه و تعالی لخوا د مسلمانانو لپاره یو لوی نعمت او چانس دی. مسلمان باید د روژې په میاشت کې ځان ته وخت ورکړي او یوازې شي او ټول هغه ګناهونه حساب کړي چې د نوموړي په عادت باندې بدل شوي دي او په ډېره عادي توګه د ګناه مرتکب کېږي. مسلمان باید د روژې د میاشتې په دېرشو ورځو کې په دقیقه او پخه اراده باندې د خپلو هغو ناوړو عادتونو په ترک باندې کار وکړي چې په اصل کې ګناهونه دي او کله چې روژه پای ته رسېږي، نوموړی د هغو عادتونو په ترک باندې بریالی شوی وي.

امین الله احساس

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *