افغانستان

قزاق چارواکی:قزاقستان ته د افغانستان صادرات درې برابره زیات شوي

د قزاقستان جمهوريت د لومړي وزير مرستيال ښاغلي سريک ژومانګرين د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي سره په خپل دفتر کې کتلي دي.
په دې ناسته کې د افغانستان او قرغزستان پر دوو اړخيزو سياسي او اقتصادي اړيکو، دوې اړخيزې سوداگرۍ او په افغانستان کې د قزاقستان د پانگونې په اړه هراړخيزې خبرې وشوې.
په سر کې د بهرنيو چارو وزير قزاقستاني پلاوي ته له هرکلي وروسته وويل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي، … 7مخ

تجارتي او ټرانزیټي همکاري مخ په پراخېدو ده.
ښاغلي متقي وويل، افغانستان لېواله دی چې له قزاقستان سره تجارتي راکړه ورکړه پراخه کړي.
همداراز د بهرنيو چارو وزير په افغانستان کې د قزاقستان له سوداگريز رول څخه خوښي څرگنده کړه او هيله يې وکړه چې افغانستان کې د کانونو، رېل پټلۍ او برښنايي حکومتولۍ برخو کې پانگونه وکړي. موتقي همداراز يادونه وکړه چې قزاقستان کې د افغانستان د ديپلوماتيک ماموريت کچه لوړه شي.
د بهرنيو چارو وزير وويل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو له پراختيا سره پکار ده چې د کابل او استانې ترمنځ مستقيمې الوتنې پيل شي.
د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال په خپل وار افغانستان سره د خپل هېواد اړيکې مخ په پراخېدو وگڼلې او زياته يې کړه چې د افغانستان صادرات قزاقستان ته نژدې درې برابره زيات شوي دي.
ښاغلي سريک ژومانگرين وويل، چې په دې سفر کې يې تخنيکي پلاوی ملتيا کوي او په افغانستان کې به د رېل پټلۍ، کانونو او مشترکو کمپنيو په برخه کې د پانگونې په اړه مفصلې تخنيکي خبرې وکړي.
همداراز ښاغلي ژومانگرين هيله څرگنده کړه چې دواړه لوري وتوانېږي د کابل-استانې ترمنځ مستقيمې الوتنې پيل کړي.
د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال وويل، افغانستان ته د درې ورځني سفر په ترڅ کې به په کابل کې د افغانستان او قزاقستان ګډ سوداگريز نندارتون پرانيزي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *