افغانستان

لوېدیځ فرهنګ دې پر هېوادونو نه تپل کیږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل یوه تازه راپور کې د افغان حکومت له خوا د ښځو اړوند پر ځینو فرمانونو خواشني څرګنده کړې ده او اندېښمنونکي یې بللي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه کلنی راپور درې ورځې وړاندې(د اپرېل ۲۲مه) خپور شوی او په افغانستان کې یې د بشري حقونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.
خو د افغانستان اسلامي امارت دغه راپور ته په غبرګون ویلي چې سرپرست حکومت په افغانستان کې د اسلامي شریعت پر بنسټ د بشري حقونو ټینګښت ته ژمن دی.
د افغان حکومت ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي چې امریکا او نور هېوادونه دې خپل فرهنګونه پر نورو نه تپي.
بل‌خوا یوشمېر کارپوهان د بشري حقونو د مسلې په اړه د امریکا پر چلند نیوکه کوي او په دې باور دي چې امریکا هڅه کوي، د بشري حقونو له مسلې په استفادې، د افغانستان په څېر هېوادونه تر فشار لاندې راولي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *