افغانستان

د خواف-هرات وسپنې پټلۍ د څلورمې برخې چارې پیلیږي

د افغان ګوما شرکت مسوولین وايي، چې په نږدې راتلونکي کې به د خواف- هرات د وسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دویمې برخې چارې پیل شي.
د یاد شرکت اجرائیوي مدیر امیرحمزه د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د ۵۳ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د یادې پټلۍ د څلورمې قطعې دویمه برخه د ۴۷ کیلو مترو په اوږد والي جوړېږي چې چارې به یې په دوه نیمو کلونو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دغې پټلۍ چارې په بشپړېدو سره به افغانستان د ایران له بندرونو او له هغې لارې ترکیې او اروپا سره ونښلول شي.
هېره دې نه وي چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د افغانستان په فراه، نیمروز، هلمند، کندهار او نورو ولایتونو کې د اوسپنۍ پټلۍ د غځولو لپاره هم زمینه برابره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *