افغانستان

ننګرهار کې د اوبو رسونې پروژې پلې کیږي

د ننګرهار په نازیانو ولسوالۍ کې د ۱.۸ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د اوبولګولو پروژې د پلي کولو درې اړخیز هوکړه لیک د دغه ولایت د مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري، د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس سید فضل احد هاشمي او د جاپان د پي. اېم. اېس مسؤلې فوجیتا ترمنځ لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک له مخې به په نازیانو ولسوالۍ کې د نوموړې موسسې له لوري د ننګرهار سیندیزې حوزې په چوکاټ کې د نهه کیلو متره په اوږدوالي سره څلور کانالونه، ۱۲چینې او یو کارېز په بنسټیز ډول ورغول شي او د باران اوبو د ذخیره کولو په موخه به ۷ چکډمونه جوړ او په ټولیز ډول به ۱۸۰۶ جریبه ځمکه خړوبه شي.
د پي. اېم. اېس. موسسې استازي انجنیر دیدار مشتاق د دغه هوکړه لیک د لاسلیکولو پرمهال وویل چې د کانالونو د خوندیتوب او د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي په موخه به استنادي دېوالونه، سیفونونه، د بستر استر کاري، پلې لارې، د اوبو د وېش دروازې، پلګوټي او نورې اړینې برخې هم جوړې شي.
په ورته وخت کې د ننګرهار مرستیال والي د یادې موسسې له لوري په ننګرهار کې د اوبولګولو او روغتیایي پروژو د پلي کولو له کبله مننه او قدرداني وکړه او هغوی ته یې د ټولو چارو په ترسره کولو کې د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.
هېره دې نه وي، چې د یادې پروژې چارې به د روان زیږدیز کال په اپریل میاشت کې پيلېږي او د ۲۰۲۶ زیږدیز کال په سپټمبر میاشت کې پای ته ورسېږي او ګټې اخیستنې ته تر سپارل کېدو وروسته به یاده موسسه د پنځو کلونو لپاره د دغې پروژې حفظ او مراقبت وکړي او تر هغه وروسته به یې د ننګرهار سیندیزې حوزې له لوري ساتنه کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *