ټولنه اوکلتور

درېیم خوړ

د غرونو خلک د خوړ په یوه بله غاړه د کر لپاره ځمکې جوړوي او بیا فصلونه پرې کري، چرته همداسې د خوړ پر یوه بله غاړه دوو بزګرانو ځمکې جوړې کړې وې، کله چې بارانونه وځنډېږي بیا دوی خپلې ځمکې د خوړ ګېډۍ ته راوغځوي، نو یو وخت د دې دواړو بزګرانو سره دعوه شوه، یوه ویل مقابل لوری زما خواته زیات راغلی او هغه هم کټمټ ادعا لرله.
اخیر دواړه محکمې ته ولاړل او قاضي ته یې خپله دعوه وړاندې کړه، قاضي له څه ځنډ وروسته ورته وویل: تاسو دریم مدعي هم لرئ، هغه هم ستاسو پر ځمکو دعوه لري، کله چې هغه حاضر شي،نو په یوه ځای به فیصله درکوم، بزګرانو ورته دلته زموږ دواړو یوازې ځمکې دي، بل هېڅوک دلته نشته! نو موږ هم همدا دوه کسان دعوه سره لرو، دریم هېڅوک نشته. خو قاضي ورته وویل چې ماته معلوم دی شته، تاسو ولاړ شئ چې کله هغه راشي بیا موضوع راخلو.
څه وخت وروسته د بارانونو موسم راغی او بارانونه وشول او خوړ کې اوبه راغلې، نو طبعاً خوړ ته ډېرې غځېدلې ځمکې خوړ یووړې ، د بزګرانو د نزاع ځای هم خوړ یووړ. بله ورځ قاضي صیب دواړه بزګران ولیدل او ورته ویې ویل: ما نه درته ویل چې ستاسې دریم خصم (خوړ) به راځي، خپل حق به وړي او ورسره به ستاسو دعوه هم ختموي.
قضا له علم او پوهې سره د ژوند تجربې او زیاته ځیرکتیا هم غواړي.

حامد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button