ټولنه اوکلتور

د رمضان پنځمه او شپږمه ورځ؛ د تاريخ له پاڼو

_د»عموریة» ښار محاصره
معتصم بالله ته خبر راغی چې یوه مظلومه مسلمانه ښځه د يو قوي رومي کافر لاسته لویدلې او د «واه معتصما واه معتصما» چيغې وهي، نوموړی سمدستي له تخته را کښته شو او مظلومې زنداني ښځې ته يې په خپل خطاب کې وويل»ستا امر مې ومنل، په خدمت کې دې حاضر یم» زغره او وسله يې پر تن کړه، د قصر په دروازه کې یې په لښکر غږ کړ «هلئ جنګ ته تیار شئ!» قَسَم يې وکړ چې یا به د خلکو پر اوږو بار شهید راستنېږم او يابه د مسلمانې ښځې انتقام اخلم، بس په همغه لحظه روان شو، د بغداد په «دار العامه» نومي ځای کې لس ورځې د لښکر په چمتو کولو او د جنګ په ترتیب بوخت و، له یو نیم لک جنګي پوځ سره روان شو، اتيا زره برګ او اتيا زره تور رنګه آسونه وو، بې شمېره جنګي وسلې او مهمات وو او «عموریة» ښار ته يې مخه کړه، هغه ښار چې د اسکندر مقدوني را وروسته یې له فتحه کيدو هر ځل مسلمانان مایوسه تللي وو، ځکه دا د سختو کلاګانو او ټینګو برجونو ښار او د روميانو د امپراتور «تیوفیل» هستوګنځی و. معتصم بالله چې ښار ته نږدې شو، عسکر يې په دريو ډلو وویشل، هرې ډلې ته يې يو قومندان ور وټاکل او هرې ډلې ته يې يوه ورځ ځانګړې کړه چې په خپل نوبت به په ټاکلي ځای برید کوي، لومړۍ ډله له ښاره دوه ځله تاوراتاو شوه او د ښار ديوالونو ته ځای پرځای شوه، ور پسې دوهمه او دریمه ډله هم ځای پر ځای شوه، په٢٢٣ هجري کال د رمضان په پنځمه نېټه د ښار ديوالونو ته شاوخوا له هر لوري منجنیقونه ودرول شو، په لومړي ځل لومړۍ ډله وجنګېده، ور پسې دوهمه او ور پسې دریمه، د څو پرلپسې ورځو جنګ پر مټ بیا هم د ښار ديوالونه د مسلمانانو مخ ته همغسي مظبوط ولاړ وو او چنداني اغيز يې ورباندې نه دی کړی، په دې سربېره د معتصم بالله او لښکر په مټو او مرال کې هېڅ ډول کمزوري نه ده رامنځته شوې.په ښار باندې مسلمانانو لس ورځې پرله پسې د منجنیق وارونه وکړه…..چې بالآخره په ديوال کې يو سوری ښکاره شو، معتصم بالله همغه ځای په نښه کړ، تردې چې په ديوال کې يوه چوله پيدا شوه او مسلمانان سمدستي پرې داسې ور مات شو، لکه د څو ورځو تږي انسانان چې خوږې اوبه وویني، په ښار کې دننه داسې جګړه ولګېده چې د تورو له شړکا، د غیشو له شڼهاري، د جنګیالیو له آوازونو او د زخميانو له آهونو پرته بل هيڅ شی نه اورېدل کیدل، د رمضان د اوولسمې ورځې لمر لا نه و ډوب شوی چې «عموریة» دمسلمانانو په لاس فتحه شوه، خلیفه معتصم بالله په خپل آس سپور ښار ته په داسې حال کې داخل شو چې الله تعالی ته يې د عاجزي او شکر ايستلو له امله سر ټیټ نیولی و! مسلمانانو اويا زره ژوندي کفار ونیول او له شمېر زيات غنيمتونه يې ترلاسه کړل، معتصم خلیفه د ښار د ويجاړولو امر وکړ او تر څو ورځو پورې په کې اور بلېده.
٢_د عبدالرحمن الداخل زوکړه
امیر عبد الرحمن الداخل د روژې په ۵ نېټه ۱۱۳ هجري له د مشق نه بهر په یو لرغوني ښار کې وزیږېدو. د ۵ کالو په عمر کې یتیم شو او د وروڼو او نیکه تر څارنې لاندې را لوی شو. کله چې په ١٣٢ هـ کال په دمشق کې اموي خلافت ونړېده، عباسيان را پورته شو، ډېر اموي خلیفه ګان يې ووژل خو نوموړی د اوبو له لاري په پټه توګه تر اندلسه ورسېده او هملته یې د اموي خلافت بنسټ کېښود. په قرطبه کې یې د ستر جامع مسجد بنسټ کېښود او دخلافت په موده کې د قرطبې د مسجدونو شمېر ٤٩٠ ته ورسېده. نوموړی په ١٧٢هـ د ربیع الثاني په څلور ويشتمه وفات شو، زوی عبدالله پرې د جنازې لمونځ وکړ او قرطبې مسجد ته څېرمه خاورو ته وسپارل شو. د نوموړي تر ټولو سخت دښمن دوهم عباسي خلیفه أبو جعفر منصور یوه ورځ له خلکو وپوښتل: تاسو صقر قريش(دقريشو باز) پېژنئ؟ دوی وویل هو ته يې! نوموړي وويل نه! ناستو کسانو د معاويه رض او عبدالملک بن مروان په ګډون د ډيرو سترو کسانو نومونه ياد کړل، خو نوموړي خپله ځواب ورکړ چې د قريشو باز عبدالرحمن الداخل دی!
٣_د أسپانیا په ښارونو حمله
په ۹۳هـ کال د روژې په پنځمه نېټه موسی بن نصیر رح د أتلس زره غازیانو په ملتيا أسپانیا ته لاړ، هلته يې اشبیلیة او نور واړه ښارونه فتح کړل، تر دې چې د فتوحاتو سلسله يې د فرانسې تر حدودو ورسېده ، په دې وخت کې د أموي خلافت د دربار بعضو مشاورینو و خليفه ولید بن عبدالملک ته مشوره ورکړه چې موسیٰ بن نصیر دمشق ته ور وغواړي، ځکه چې د موسیٰ بن نصیر رح د فتوحاتو ساحه که نوره پراخه شي، د أموي خلافت لپاره به خطر شي، هماغه وو چې موسی بن نصیر رح یي دمشق ته ور وغوښت او د أروپا د فتح دوره یې تکمیل نه کړه.
٤_له زینب رضي الله عنها سره د رسول الله ﷺ نکاح
د هجرت په څلورم کال له زینب بنت خزيمة رضي الله عنها سره رسول الله ﷺ نکاح وکړه، نوموړې په ام المساکین مشهوره وه، ځکه تل به يې له بې وزلو سره همکاري کوله. په ديرش کلنۍ کې وفات شوه، د جنازې لمونځ خپله رسول الله ﷺ پرې وکړ او په جنت البقيع هديره کې خاورو ته وسپارله شوه.
د رمضان په شپږمه نېټه
١_ د ١٧ کلن محمد بن قاسم په لاس د سند فتحه
محمد بن قاسم په ٧٢ هجري کال په عراق کې وزيږيده.
کله چې د نوموړي اکا حجاج بن يوسف ثقفي د سند د فتحه کولو اراده وکړه او فکر یې وکړ، چې دغه فتحه له يو قوي لښکر پرته چې مشري به یې یو زړور رهبر کوي؛ ناشوني ده؛ د مشر ټاکلو په اړه له نظره وروسته یې د جګړې د رهبرۍ لپاره محمد بن قاسم غوره کړ، دا مهال دغه زړور مشر ١٧ کلن و.
نوموړي په حجاج باندې دا شرط ولګاوه چې لښکر به ښه زيات او په جنګي وسايلو سمبال وي، تر څو د فتحې په رامنځته کولو کې له ستونزو سره مخ نه شو، حجاج ور سره په وسلو او مهماتو سمبال د شپږ زره جنګالیو هوکړه وکړه.
محمد بن قاسم په ٨٩ هجري کال د رمضان په شپږمه روان شو، په لاره يې «قنزبور» او»أرمائيل» ښارونه هم فتحه کړو، تر دې چې د سند تر ټولو سخت ښار «الدبيل» ته ورسېده. لومړی یې د هندوانو يو ستر عبادت ځای، چې مشهور بت پکې درول شوی و او هندوانو ورته د تقدس عقيده در لوده؛ د عروس په نامه د هغه ستر منجنیق پر مټ په نښه کړ، چې ٥٠٠ کسان به ورسره لازم و او له منځه یې یووړل، چې په له منځه وړلو یې د هندوانو معنويات سخت وځپل شو او بالآخره مسلمانان ښار ته داخل شو. په فتحه شوي ښار کې محمد بن قاسم يو مسجد ته بنا کړ چې څلور زره مسلمانان یې ورته را وبلل او په ښار کې یې میشت کړل، تر څو اسلام قوي شي او د باطل دين ټبر ټول شي.
هندوان د نوموړي شجاعت ته حیران وو او زیات شمېر هندوانو اسلام قبول کړ، چې يوازې څلور زره تنه هندي مسلمانان ورسره په جګړه کې مله شو او په جګړه کې یې مثبت رول ځکه ولوباوه؛ چې په ښارونو کې بلد او په هندي ژبه پوهیده. نوموړي د اسلام ستر دښمن د سند لوی باچا داهر هم ووژل، له هغه وروسته يې «راور، رهماناباذ، ساوندري، سمند او ملتان ښارونه فتحه کړل او یو سل شل مليونه دراهم او د داهر(وژل شوي باچا) سر يې له ځان سره غنيمت يووړل.
٢_ د هجرت په ٥٣٢ کال د رمضان په شپږمه د عماد الدين زنګي په مشرۍ مسلمانان په لومړي ځل په صليبيانو برلاسه شو او ددمشق شمال طرف ته «حلب» ښار یې فتحه کړ.

حسان مجاهد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button