مقالی اوتبصرې

دوحې غونډه او د اسلامي امارت دریځ

دملګرو ملتونو له لوري په دوحه کې دافغانستان په تړاو غونډه کې داسلامي امارت پرغوښتنو ځان ناګاره کول دا په ډاګه کوي چې لااوس هم نړیوال دافغانستان په اړه مخلص نه دي اوغواړي په اسلامي امارت د فشارونو لړۍ ته دوام ورکړي اویوځل بیا خپلو دغومذبوحانه هلو ځلو ته دوام ورکړي چې ددوحې په دغه ناسته کې زموږ دګران اومحبوب هېواد هغه قسم خوړلو، مفسدو او ملت رټلو اشخاصوته ځای اوچانس ورکړي چې ملت یې نور د زغملو حوصله نه لري دملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي ګوتریش په دغه ډول فرمایشي غونډو جوړولو اوپه هغه کې داسلامي امارت پلاوي ته دګډون بلنه داپه ګوته کوي چې لاهم دوی په افغانستان کې کولای شي خپل فرمایشات په حاکم نظام ومني او ددوی دغه سرتمبه ګي ښايې هېڅ پایله ونه لري. اسلامي امارت هېڅکله په دغه شان غونډوکې چې پایله ونه لري ګډون ته ليوال نه دی او دوخت ضایع کول یې بولي اوپه دغسې ناستوکې هغه عناصرو ته برخه ورکول چې ملت ازمایلي اورټل شوي بیا چانس ورکول داستقلالیت په لمن تور داغ ګڼي اوپه دغه شان غونډوکې له ګډون څخه ډه ډه کوي.
دې ته ورته نورې غونډې اوناستې په بېلابېلو هېوادونوکې ترسره شوي چې هېڅ نتیجه یې نه درلوده. په هغه ناستوکې چې اسلامۍ امارت په کې ټاکونکی رول ونه لري ګټوره پایله نه لري. اسلامي امارت چې دافغان مؤمن اوميړني ملت له ملاتړ څخه برخمن دی دميلیونوتړ افغان مجاهدینو په قربانیو رامنځ ته شوی. دافغان مؤمن اوغیرتي ملت، هېچاته ددې حق نه ورکوي چې یو وار بیا بهرنیانو ته دلاس وهنې اومداخلې دروازې پرانیزي اواشغالګرو ځواکونو ته دنیابتي اواستخباراتي جنګونو لپاره زمینه برابر او زموږ کلتوري ارزښتونه اوملي ګټې زیانمنی شي نړیوال باید په خپلو سیاستونو له سره غوروکړي اوهغه لارې چارې ولټوی چې ګټوری لاسته راوړنې ولري.

عثمان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *