تاریخي کتابونه

زما بابا چېرې دی؟ زما بابا کله راځي ؟!

۱۳۹۹/۷/۲۸ لمریزکال
همدا دتېر پرون مازدیګر کېسه ده …! دجمعې په شپه دفراه – فراه رود ولسوالۍ کې دامریکایي ډرون په ګوزارونو کې څو تنه مجاهدین د شهادت لوړ مقام ته فائز شول.
مازدیګر له څو تنو ملګرو سره دیوه شهید کور ته دتعزیت په پلمه روان شوو، کله چې له موټر نه راکښته شولو مخامخ یو زلمی ولاړ دی یوه ماشومه انجلۍ یې په غیږ کې ده چې عمر به يې شاوخوا درې کاله و. دماشومې سترګې چې په موږ ولګېدلې چېغه یې کړه زما بابا کوم دی؟! زما بابا کله راځي؟! ځوان ورته وایي ستا بابا کورکې دی…. بیا هم ماشومه جېغې وهي زما بابا کله راځي؟ موږ چې نږدې شو زلموټي مخ واړاوه په غالب ګومان چې د ماشومې خبرو سخت اغیز پرې کړی وي اوله سترګو یې اوښکې راغلي وي. هوکې! داپېښې زموږ د ورځنې ژوند یوه برخه ګرځيدلي په هرکلي او کوڅه کې همدا حالت دی. کله چې دفاتحې له ځایه را پاڅېدو بیاهم هماغه ماشومه دهغه زلموټي په غېږکې وه اودباندې ولاړ وو. ددې دفکر اړولو لپاره يې په خبرو مصروفه کړې وه. باور وکړئ دې حالت سخت ودردولم چې کله بېګا کورته راغلم، زما یوه ماشومه لور (ناهده) ده چې هرکله زه کورته راشم نو دامخې ته راځغلې. بیا مې هم هغه وړه ماشومه راپه زړه سوه . کېدای شي داانځور مې تر ډېره په ذهن کې همداسې ځوروونکی پاتې وي.
+++++
په لومړي ځل د طالبانو سره مخامخ کېږم!
۱۳۹۷/۹/۲۵ لمریزکال تازه د افغانسان اسلامي مارت داقتصادي کمېسیون له لوري دهرات کندهار پرلویه لاره دفراه رود سیمه کې د ابوبکر صدیق کمرګ ایجاد شوی و، زه یې دمسؤل په توګه ټاکل شوی وم. شاید دابه لومړی ځل وه چې په دومره لویه پیمانه دې زموږ دسوداګرو او تجارانو ورونو راشه درشه داسلامي امارت دمجاهدینو سره پیدا شوې وي. یوه ورځ دوه تنه سوداګر راغله چې لومړی پرعمومي ډامبر زموږ د ګمرک دمجاهدینو سره مخامخ شوي وهغوی ښه وضعه ورسره کړي وه. کله چې مومجلس شروع کړ یو سوداګر وویل: مولوی صاحبه ! دا طالبان خو سم خلک دي. ماورنه وپوښتل هغه څنګه؟ سوداګر زیاته کړه ما تردې وړاندې طالبان نه و ليدلي او درسنیو اوچارواکو نه مو د دوی په خلاف سخت زهرجن تبلیغات اوريدلي و. به ذهنونوکې کې مو دطالبانو انځور منفي رسم شوی و خو اوس چې دلته راغلو وموليدل چې طالبان ډېر سم خلک دي. ددې وطن اوسیدونکي دي او زموږ سره یې خورا مؤدبانه برخورد وکړ. بیا موږ هم داسلامي امارت دتګلارو او موخو په هکله معلومات ورکړل او کومه ستونزه چې يې لرله د دوی دخوښې موافق مو ورته حل کړه.
همدا شان مو یو موټر ددوی دمحصول اخیستلو نه معاف کړ چې دا یې ستاسو مېلمستیا ځکه حالات ترینګلي دي اوفعلاً داسې زمینه موږ ته نه ده مساعده چې ستاسو اکرام وکړو.
زموږ کرو وړو ته ډېر ځېراو په تعجب کې وه اوپه دې ژمنه یې رخصت واخیست چې موږ به هرومرو دطالبانو حقیقي انځور ښاریانو او سوداګرو ته وړاندې کوو.

مولوي حیات الله مهاجر فراهي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *