تاریخي کتابونه

د علم په ډګر کې افغان نوميالی

دهرات په ښار کې د سلام په نوم يو رومي مريی مېشت و، ټوله ورځ به د خپل بادار په خدمت کې بوخت و،چا به يې خبرې ته هېڅ ارزښت نه ورکاوه، هغه د أزد د يوې عربي کورنۍ په لاس ايمان راوړی و؛خو دا د الله تعالی سنت دی په کون کې چې لوړې کلا ګانې ښکته او ښکته پورته کوي،انسان په يو حال نه پرېږدي ،هغه مريي واده وکړ ،د الله تعالی پيرزو پرې وشوه ،په ۱۵۴ زيږديز کال يې زوی وزېږيد، پرهغه يې د قاسم نوم کېښود،د کلي په مسجد او د سيمې په ديني ښوونځي کې يې د خپل وخت له عالمانو او پوهانو څخه د دين زده کړه وکړه، چا به ويل چې د رومي غلام زوی به د علامه او امام وي،د قاسم په زړه کې د ديني علم او پوهې لوی سمندر څپې وهلې ،په خپله سيمه کې يې دعلم تنده ماته نه شوه ،له خراسان څخه وروسته د کوفې او بصرې په لور روان شو هلته يې د صرف،نحوې،قرآتونو…علمونه يې د ډېرو نامتو پوهانو څخه ترلاسه کړل، د نحوې د امام علامه اصمعي درس پرې ښايسته و،ابو عبيده د مثنی زوی معمر،به د ده په شتون وياړ کاوه،ابو يزيد انصاري،د حسن زوی امام علي کسائي ،امام فراء ،ابو محمد يزيدي،ابو عمرو شيباني، امام أموي او علامه أحمر لا دطالبۍ له وخت څخه د ده د تکړه توب منونکي وو،د کمال خبره خو داده چه هر يو علم يې د همغه فن له امام څخه زده کړی، ورسره يې په کې مناقشې او مناظرې کړي دي، په لږ وخت کې د کوفي نحويانو د مذهب ځلانده ستوری وګرځېد او خلکو پسې اقتداء وکړه د قرأت علم يې د هغه مهال د ډېرو مشهور و قاريانو لکه ،د آدم زوی امام يحی چې د امام بخاري شيخ هم دی، د سليم زوی امام عيسی او د جعفر زوی امام اسماعيل ،دعمار زوی هشام ،مصيصي حجاج او د ابو نصر زوی شجاع بلخي څخه زده کړي دي ، دا خبره بايد ياده شي چه علامه ابوعبيد قاسم هروي، مشهور حنفي فقيه ملا علي القاري او علامه ابو الوفاء افغاني رحمهم الله په افغانستان کې د علم قرأت ځلانده ستوري وو؛ خو په ډېر افسوس سره بايد ووايم چې دا ضروري علم چې څومره اړين دی هغومره په افغانستان کې د ورکېدو په حال کې دی،علامه قاسم هروي د حديثو پاک علم يې د ډېرو لويو محدثينو څخه زده کړ ،که څه هم د امام ابوحنيفه له مړينې وروسته زېږېدلي او له امام مالک څخه ډېر کشر دی؛ خو بيا هم د دوی دواړو سره ځينې استادانو کې ګډ او ځينې يې د دې مشهور و امامانو مشهور شاګردان وو،د بېلګې په توګه د بصرې د ښار د علم مناره د سلمه زوی حضرت حماد د امام ابن المبارک ،امام ابوحنيفه استاد،د سعيد قطان زوی امام يحی او په بصره کې د نبوي احاديثو جامع امام ابن جريج او د عيينه زوی سفيان د ابن عياش زوی ابوبکر،د امام ابوحنيفه شاګرد او د امام شافعي استاد د جراح زوی وکيع ،د حسن زوی امام محمد شيبانی هروي چې امام شافعي رحمه الله ورځينې په خپل مسند کې روايات هم را نقل کړي دي (1) د امام ترمذي او ابو داؤد شيخ غندر، د کوفې ستوری د غياث زوی حفص چې مشهور حنفي فقيه و او امام بخاري له اعمش مدلس څخه روايت يوازې د ده پرسند روغ بولي (2)،د عباد زوی عباد،هلته د عبد العزيز د زوی عمر په حکم حديثو راټولونکی هشيم ،د هارون زوی امام يزيد او د مهدی زوی امام عبد الرحمن او نور… رحمهم الله (3)، چې واړه د خپل وخت د حديثو د علم روښانه څراغونه وو او ځينو مراجعو پورتني پوهان بېرته د دوی شاګردان هم شمېرلي دا بيا رواية الاکابر عن الاصاغر )د مشرانو روايت له کشرانو څخه ( او دا په علمي نړۍ کې کومه نوې خبره نه ده او د حروفو علم يې له يوې لويې ډلې پوهانو څخه ترلاسه کړی،چې مشهور يې ابن کثير مکي او ابو نجود زوی عاصم دی، امام ابو داؤد ورڅخه په کتاب الزکات کې په باب اسنان الابل کې يو حديث رانقلوي او امام بخاري ورڅخه په کتاب خلق افعال العباد کې روايت رانقلوي ،سره له دې چې نوموړی په هر فن کې امام دی خو بيا هم د حديثو په کتابونو ورځينې روايات ډېر لږ په سترګو کېږي،په حديثي کتابونه له کوم راوي څخه د لږو رواياتو را نقلېدل د هغه د علم ،فقاهت او پر هغه د خلکو د باور نشتوالی نه بلل کېږي،د بېلګې په توګه د حضراتو خليفه ګانو څخه ډېر لږ روايات رانقل دي دا د دې خبرې نښه نه ده چې هغوی له نورو صحابه وو څخه په علم او پوهه کې کم وو ،حضرت ابو هريره رضی الله عنه وايي چې له ما څخه د عاص د زوی عمرو روايات ډېر وو ځکه هغه ليک او لوست کولای شو او ما نشو کولای ؛ خو چې ګورو له هغه څخه را نقل روايات د ابوهريره رضی الله عنه څلورمه برخه هم نه ده . همدا خبره د حضرت امام ابو حنيفه او د سلام زوی امام ابو عبيد قاسم سره هم ده ، سره لدې چې دواړه ډېر ستر محدثين او فقهاء دي خو حديثي روايات ورځينې هغومره نه دي روايت شوي لکه څومره چې له هغوی څخه د ښکته درجې محدثينو څخه را نقل شوي دي،د علامه قاسم سره د حديثو دلټون دومره مينه وه چې تل به يې له مشرانو، مشرانو راويانو څخه روايتونه را نقلول او د دې هدف لپاره به يې لرې پرتو سيمو ته سفرونه کول ،چې پوه به شو چې په فلاني ښار کې غوره محدث او سپين ږيری عالم شتون لري د هغه په لور به روان شو ،د همدې څېر يو سفر يې د افغانستان د يو مشهور مفسر سليمان زوی عبدالله بيانوي:
ابو عبيد علامه قاسم ما ته وويل :ما د زيد د زوی حماد په لور کډه وتړله او بصرې ته ولاړم ؛ خو چې زه ور ورسېدم نو ومې لېده چې هغه مړ شوی دی، د مهدي زوی امام عبد الرحمن ته مې له خپل وچولي ګيله وکړه،چې ما دومره کړاو وګاله او بصرې ته راغلم ؛ خو په ډېر افسوس چې امام حماد مې ونه وموند ، هغه ماته وويل : ته له هغه څخه په هر څيز کې مخکې يې خو په تقوی کې ورڅخه هېڅ نه شی مخکې کېدلای .
امام ابن اثير جزري په جامع الاصول کې وايي : طلب العالي من الا سناد سنة ،وسند يتناوله الفقهاء خير من سند يتداوله الشيوخ .
په حديثو کې د لوړ سند لټون د سلفو او مشرانو علماوو سنت دي او هغه سند چې فقيه راويان يې يو له بله په پيوسته توګه را نقلوي تر هغه پورې ښه دي چې له فقهې څخه ليرې شيخان يې لاس په لاس اخلي .
د نحوې د علم مشهور امام د جعفر زوی عبد الله چې په درستويه سره مشهور دی وايي : ومن علماء بغداد المحدثين النحويين على مذهب الكوفيين ، ورواة اللغة والغريب عن البصريين ، والعلماء بالقراءات ، ومن جمع صنوفا من العلم ، وصنف الكتب في كل فن أبو عبيد .
د بغداد د محدثينو ،د کوفيانو پر مذهب ولاړو نحوي پوهانو او له هغوی څخه د عربي ژبې او نامانوسه کلماتو د تشريح رانقلونکو،پر قرآني قرآتو پوهېدونکو او له هغو پوهانو څخه چې بېلابېل علمونه يې را غونډ کړي او په هر فن کې يې ليکنې درلودلې يوتن امام ابوعبيده هم و.
د سلمه زوی امام احمد د امام ابن راهويه د زوي علامه اسحاق له خولې وايي: الله تعالی په رښتيا ويلو خوښېږي ،ابوعبيد تر ما ډېر پوه او ډېر فقيه دی.
خطيب بغدادي وا د نصر د زوی احمد له خولې وايي : چې له اسحاقه مې واورېده چې ويل يې : الله تعالی د حق وينا هېڅکله نه پرېږدي ،امام ابوعبيده قاسم تر ما ،امام شافعي او امام احمد ټو لو ښه عالم دی.
ابو العباس ثعلب وايي :که ابو عبيده په بني اسرائيلو کې وای ؛ نو هغو به هم پرې ډېر ه خوښي ښکاره کړې وای.
امام ابن کثير رحمه الله د ۲۲۴ هـ کال د مرګونو په اړه ليکي: فقهې،حديثو،قرآني علومو ،تاريخ او د تېرو پېښو امام وو،د هغه تصنيفات ډېر مشهور دي،چې تر خلکو هم رسېدلي دي ،تر دې چې د حنبل زوی امام احمد په خپل لاس د هغه کتاب ( الغريب المصف ) وليکه ،هر کله چې د هغې معلومات د خراسان والي د طاهر زوی عبدالله ته وشو،نو ۵۰۰ درهمه معاش يې ورته وټاکه او کله چې هغه په حق ورسېد نو دهغه بچيانو ته يې بيا ورکاوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *