اقتصاد او رغونهلیکنې

د کانونو د استخراج په برخه کې پانګونه

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی،چې تر بل هر وخت اوس د پانګونې زمينه برابره شوې او د هېواد ملي پانگه وال په بېلا بېلو برخو کې پانگونو ته لېوالتيا ښيي، ځکه زموږ هېواد د طبيعي زېرمو له امله د ښو امکاناتو درلودونکی دی،دغه راز پریمانه اوبه، ښه استعدادونه او ستر بشري ځواک هم لري،چې باید له دغو ټولو څخه په ښه توگه گټه واخیستل شي، بناءً د زېرمو د استخراج لپاره بايد ملي پانګه وال ملا وتړي او د ګڼو طبیعي زېرمو په را ایستلو، د صنعتي فابریکو په جوړولو او بیارغونې په برخه کې پانګونه وکړي، چې د هېوادوالو لپاره به مثبتې او ګټورې پایلې ولري، ځکه بېکارو هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي او هم به په اقتصادي وده او پرمختیا کې اغېزمن تمام شي، نو حکومتي مسئول چارواکي دنده لري،چې کورني او بهرني پانگه وال پانګونې ته وهڅوي او په بېلا بېلو برخو کې ښې آسانتیاوې، لازم شرایط او سهولتونه برابرکړي،چې دوی په ډاډه زړه پانگونه وکړي.داچې افغانستان د طبیعي زېرمو له پلوه غني هېواد دی،نو جدي اړتيا ليدل کېږي، چې د ملي شتمنیو په توګه ترې استفاده وشي، ځکه په دې شتمنۍ کې ټول افغان ولس حق لري. که بهرني مرستدویه بنسټونه هم د نورو مرستو پرځای په افغانستان کې پانگونې وکړي، ډېرو هېوادوالو ته به کار زمینې برابرې شي،نواړینه ده چې افغان ولس باید په هراړخیزه توگه له اسلامي امارت سره همکار او مرستندوی و اوسي،ځکه د ولس په پراخه همکارۍ او ملاتړ د کاني زېرمو د سالم استخراج، د اقتصادي بنسټونو د ودې او پراختیا په برخه کې خپل پلانونه په ښه توگه تطبیق کولای شي.

شاه محمود دروېش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *